پښــــتو ادب

حس آمیزي یعني څه؟

په ادبي تخلیقاتو کې د دوو یا څو حسونو ګډولو ته حس آمیزی وايي. داسې چې د کلام په موسقیت کې بې خوندي پیدا نه کړي، او ګډول يې لاسي ونه ګڼل شي. لکه موږ چې په عامو خبرو کې د حس آمیزۍ ځينې نمونې لرو، لکه: ترخه خبره، مالګینه څېره، خوندور غږ… دا په عامو اصطلاحاتو کې د حس آمیزۍ داسې نمونې دي، چې د لیدلو، څکلو او اورېدلو حسونه پکې سره ګډ شوي دي. په دري شعرونو کې د بیدل،، صائب تبریزي او سهراب سپهري شعرونو د حس آمیزۍ خوندورې نمونې لري:

شمع روشن می‌توان کرد از صدای عندلیب

 رنگ‌ها خفته‌است اینک در نوای عندلیب

 ندارد پــردۀ نـيرنگ هستی جــز مــن و مــايی

به هر نقشی که چشمت واشود رنگ صدا بنگر

                                                            بيدل

مګر د حس آمیزۍ ښکلا او اغېز په څه کې دی او ولې کله کله د حسونو تر طبیعي حالت د هغوی ګډوډول خوند کوي؟ یو علت يې ښايي دا وي، چې د مختلفو حسونو ترمنځ ځانګړنې مختلفې دي. بل دا چې انسان د ځینو حسونو په وړاندې ځانګړي عاطفي غبرګونونه لري. مثلاً غږ يواځې څو معدودې ځانګړنې لري: لوړ، ښکته، زیر او بم. او انسان د دې غږونو اړوند پېژندلی قضاوت نه لري، په داسې حال کې چې د (څکې) اړوند بیا پېژندلی قضاوت لري، مثلاً خوږ هرچاته خوند ورکوي، مګر تریخ د هرچا بد ایسي. نو پرهمدې اساس کله چې یو څوک غواړي یوه خبره نا خوښه وبولي، او په اړه يې غبرګون ښکاره کړي، نو د (اورېدلو) په حس کې ورته پېژندلې ځانګړنه او قضاوت نه لري، ځکه خو په بل حس کې هڅه کوي مثلاً د (څکلو) د حس په برکت وايي: ډېره ترخه خبره وه. دلته (خبره) د اورېدلو د حس پر مټ ترلاسه شوې ده، او (تریخ والی) د (څکلو) د حس پر مت؛ دا دواړه حسونه سره ګډ شوي او د یوې خبرې نوې ځانګړنه يې په بېل ډول ښودلې ده.   له همدې امله خو د  لیدلو، څکلو یا هم بویولو حسونه سره ګډېږي. لکه: خوږه کیسه، روښانه غږ، نرمه خبره…

پر دې سربېره، زموږ هر حس له خپل محسوس سره بلد دی، کله چې یو څوحسونه سره ګډ شي، نو یوه نوې پدېده زېږوي، داسې چې په یوه وخت کې دوه حسونه ګډ په یو څه کار کوي، مثلاً په پورته مثال کې، خوږه کیسه، داسې ترکیب دی، چې د څکلو او اورېدلو له حسونو ګډ جوړ شوی دی، د دې ترکیب په لوستو ترکیسې وړاندې موږ (خوږه) تلو، چې د تللو لپاره يې موږ داسې انګېرو چې  راتلونکې کلمه به داسې وي، لکه ګوړه، کله چې (کیسه اورو) حسونه مو سره ګډېږي، ځکه دا د لیدلو او څکلو د حسونو له ګډولو هم نه دی رامنځته شوی، چې له مادي شي سره د (څکلو) د حس کومه ځانګړنه وتړو، په دې وخت کې نو موږ یو بل ډول خوږوالی حسوو، چې دغه خوږوالی نه پوره په کیسه کې دی، نه هم په څکلو کې. ځکه چې کیسه موږ څکو نه، اورو يې او (اورېدل) مو خپل قضاوتونه کوي، لکه : غږ لوړ و، ټيټ و، مناسب او…

خو دا چې زموږ له خولې وځي: خوږه کیسه! دلته هغه درک چې موږ له دې کیسې اخیستی په اورېدلو کې نه ځاېېږي، ځکه خو يې موږ داظهار لپاره له بله حسه مرسته غواړو او هغه سمدستې حکم کوي: خوږه.

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x