شعـــــرونه

غزل – شفاعت ریحان

لکه غزل به مې پر شونډو نڅېدې ورکېدې
د ژوند مغرب کې به په بېړه ډوبېدې ورکېدې

چې دې يوه عطر ورينه مسکا و لورول
مړاوی ګلابه پاڼې پاڼې رژېدې ورکېدې

د ميني ډک ډک انځورونه دي په اوښکو مينځم
د هجر ګرد کې به څه مات مات خندېدې ورکېدې

چې به زموږ کاروان حصار شو د تيارو کلي کې
ته لکه شمعه ژړېدې او بلېدې ورکېدې

ما به ليدل سراب د وصل د بېلتون تنده کې
زما تر سترګو به اوبه اوبه کېدې ورکېدې

نو ما به خود درپسې اوښکې تويولې چې ته
دنګه چناره پر نرۍ ملا ماتېدې ورکېدې

ما شفاعت ته دي د بيا راتلو وعده راکول
خو ته په هر ګام لرې تلې او ورکېدې ورکېدې

شفاعت ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x