شعـــــرونه

ادکې مورې – او – خوږه پلاره

(عقابي جانان)

په آللو للو مې کړې ويدۀ ادکې مورکې
په غېږه کې مې څنګه کړې دمۀ ادکې مورې

څنګل دې راته سر د لاندې کېږدې چې کرار شم
زۀ يمه ستا د ستړي زړۀ ټوټه ادکې مورې

په واړه ژوندانه دې ځکه زه يم پوروړۍ
راکړي دې خوږې سينې خواږۀ ادکې مورې

له مينې محبت دې صدقه شمه مورجانې
زه پروت وم تۀ مې ښکل کړې نيمه شپه ادکې مورکې

تۀ څومره په ما ناز او افتخار کړې ادې ګولې
شفقت دې نلري هڅ اندازه ادکې مورې

د غېږ په مدرسه کې مې ښائسته روزنه وکړه
تل وايه راته ښکلي کليمۀ ادکې مورې

دا درس د ځنځیرونو، زولنو راکوي ماته
سوزنۍ کې مې هروخت ښه کلک تړۀ ادکې مورې

زانګو سر ته مې وايه “عقابي جانان” شعرونه
کوه راته په ورو ورو زمزمه ادکې مورې

===
(خوږه پـــــلاره)

ليکوال: عُقــابي جـــانان

ای زما د ژونــــــــد بهــــــــــاره، خوږه پلاره خوږه پلاره
تا رالويې کـــــړم ماليـــــــــــاره، خوږه پلاره خوږه پلاره

د مور پښو لانــــــــــدې جنت ده،د الله يو ستر نعمت ده
خو ته يې د جنت لاره، خوږه پــــلاره خوږه پــــــــــلاره

تۀ وې څومره په لړزان او تۀ وې څــــــومره پريشانـــــه
زۀ چې لږ شان وم بيمــــــــــاره، خوږه پلاره خوږه پلاره

شپه او ورځ وې بې آرامــــــه ستا همت ته مې سلام دی
حق حلال کوې روزګـــــــــــــاره، خوږه پلاره خوږه پلاره

دادې څومره غټ احسان دی،رانه جوړدې طالب جان دی
يم دې وقَف خدای لپـــــــــاره، خـــوږه پلاره خوږه پلاره

رب دې وساتــــه پلار جــــــانه تۀ په دې دنیـــا جنت یې
ستا ښېګړې دي بې شمــــــــاره، خوږه پلاره خوږه پلاره

تا حــافظ کړم، تا طــالب کړم، تا غازي او مجاهــــد کړم
“عقابي” د زړه قـــــراره، خوږه پـــــــــلاره خوږه پــــلاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x