غزل / د عمر تنده

طالب الهام

پر زړه ېې وړی نشم غمونه دې پر شاه اخلمه
د ورک هدف په لور ګامونه تر بېګاه اخلمه

د ورځې ووځم له کوره مزدوري کوومه
چې ماښام راشمه نو ستړې ستړې ساه اخلمه

زه هم د خلکو په څېر لاړ شم د ثواب بازار ته
چې ترې راځمه نو غټ پېټی د ګناه اخلمه

کتاب د مینې جوړووم په څو زرینو کرښو
د عشق عنوان دې له یاسین او له طه اخلمه

د عمر تنده چې کړم ماته په کوثر د مینې
د رڼو اوښکو له زمزم ندې میاه اخلمه

مینه او زړه به اقاله کړود ثواب په خاطر
ته خپله مینه زه خپل زړه درنه تباه اخلمه

زه له ډېورن بیا تر اټکه قناعت نکووم
زه تر ډهلي پورې سرحد غواړم شاهراه اخلمه

ژبه دې راکړه چې بیعت وکړم د مینې درنه
طالب الهامه نور به څه درنه ګواه اخلمه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د