افغانستان

اشرف غني احمدزی: د امنیتي تړون لاسليک به ونه ځنډوم

ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون په یوه ناسته کې وویل، چې د بریا په صورت کې به له امریکا سره د امنیتي او دفاعي تړون په لاس لیکېدلو کې ځنډنه کوي.
د دویم ځل ټاکنو دې مخکښ نوماند د خپلو تبلیغاتي منډو ترړو په لړ کې پرون هرات ته سفر درلود، هغه د سفر په اږدو کې هم ویلي وو، چې د ډاکټر عبدالله پلویان دې له ګواښلو لاس واخلي او په خبره يې د ملت اطاعت دې وکړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي پرون په هرات کې د غونډې لسګونو ګډونوالو ته وويل، چې زه ژمن يم چې دخپلې دندې په لومړۍ اوونۍ کې به امنیتي دفاعي تړون لاسلیک کړم.
دا په داسې حال کې دی، د اشرف غني تر دې وینا یوه ورځ وړاندې د ملي یووالي او بهرنیو اډو سره د مخالفت جبهې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د امنیتي تړون لاسلیک کېدل وغندل او دا يې د جګړې د اوږدېدو په مانا وبلله.
ډاکټر اشرف غني احمدزي په داسې حال کې دغه ژمنه وکړه، چې څو ورځې وړاندې اوباما په ناڅاپي سفر په بګرام کې خپلو عسکرو ته ويلي و، چې دی هیله مند دی، چې راتلونکی ولسمشر به تړون لاسلیک کړي.
طالبانو د تړون لاسلیک د وطن خرڅلاو بللی او په خبره يې د دوی په مبارزه به اثر ونه کړي. د شنونکو په باور د کمزوري او زورور یا هم غالب او مغلوب هېواد ترمنځ امنیتي دفاعي تړون کول له غلامۍ پرته بله مانا نه لري.
یاده دې وي، چې راتلونکې ټاکنې به د رواني لمریزې میاشتې په څلورویشتمه ترسره شي، چې ناامنیو لوړپوړي افغان چارواکي په اندېښنه کې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x