شعـــــرونه

غزل / مسلم يار انيس

اى د مينې ګنهګاره راشه راشه
يو ځل بيا تر دغه ښاره راشه راشه

دا غمونه او دردونه مې ځواني خوري
د خوښيو سپين سهاره راشه راشه

زه د مينې محبت په تور مجرم يم
که ديدن کوې تر داره راشه راشه

ستا له سترګو نه زما سترګې رنګ اخلي
اى د تورو سترګو ياره راشه راشه

په ښايست دې دومره مه مغروره کېږه
قدم واخله په کراره راشه راشه

زما په قبر به بيا سپين بيرغ رپېږي
که ژوندى وې په دې لاره راشه راشه

د “انيس” زړه خو خزان کړو پاڼې پاڼې
خېر دى يو ځل خو بهاره راشه راشه

==

غزل / شاعر مسلم یار (انیس)

د ګل په شان ښایسته ښکاري لفظونه د پښتو
له خولې نه چې راووځي سلامونه د پښتو

وطن د پښتنو دی په پښتو کوو خبرې
خو نه لرو مکتب کې کتابونه د پښتو

حجرې به وې بانډار به وو ملګرې به راټول وو
یادېږي راته هغه تېر وختونه د پښتو

له ننګ او له غیرت نه ډک دي ښه واوره اغیاره
لوستلي چې ما څومره تاریخونه د پښتو

دا شته پښتو به هم کړي رانه هېره که یو داسې
چې وانخلو ښه کلک کلک قدمونه د پښتو

اسلام، وطن، پښتو لره له سر او مال نه تېر یو
ګالو به مونږه هر قسم دردونه د پښتو

ای! ته يې ترنم کې راته وایه ښه په مینه
ای! زه به درته لیکم غزلونه د پښتو

•انیسه• د نفرت پکې هېڅ ځای نه معلومېږي
•انیسه• ډک له مینې دي ټول زړونه د پښتو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom prince

جار قربان دې شم ما حارث افغان ته خو دې د میرانشاه وختونه را یاد کړل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x