افغانستان

عطاء محمد نور خپل لاریونونه په مشروط ډول وځنډول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د بلخ لانجمن والي عطاء محمد نور خپل لاریونونه په مشروط ډول ځنډولي دي.

نوموړي نن په بلخ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په کابل کې د ده له لوري طرحه شوي لاریونونه د ملي ګټو او په کابل کې د سولې ترسره کېدونکې ناستې لپاره ځنډولي.

نور یو ځل بیا ګواښ وکړ، که د جمعیت او ارګ ترمنځ روانې خبرې بې پایلې پای ته ورسېږي؛ نو دی له خپل هوډ وانه وړي.

ده وویل، ټاکل شوې وه د راتلونکې چهارشنبې پر ورځ په کابل کې د حکومت ضد لاریون ترسره شي؛ خو د نړیوالې ټولنې د غوښتنې لپاره یې دغه لاریونونه وځنډول.

د نور په خبره، د جنرال دوستم نه شتون ته باید نور د پای ټکی کېښودل شي او نوموړی باید ژر تر ژره هېواد ته راستون شي.

نور یو ځل بیا د نویو برېښنايي پېژندپاڼو د وېش په اړه وویل، چې په دغه اړه دې له سره غور وشي او بیا دې ووېشل شي.

د ارګ او بلخ ترمنځ روان جنجال له دوو میاشتو واوښت؛ خو دواړه لوري تراوسه یوې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

ارګ عطاء محمد نور ګوښه کړی دی؛ خو نور د ارګ غوښتنه نه مني او پر خپل ځای پاتې دی.

له عطاء محمد نور وروسته د سمنګانو والي عبدالکریم خدام هم ورته ګواښ کړی و؛ خو له یوې ورځې وروسته یې واک پرېښود.

«د عطامحمد نور ممکنه لاريون د نړيوالې ټولنې په غوښتنه لغوه شوی»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

He got warning from big boss.

اجمل

جنګ سګها خیر فقیران است . یعنی عطا او غنی دواړه د دجال ښکاری سپی دی د دجال هغه بل سپی یی هم یادونه کړی چه ( عطا ته د جال له خوا اخطاریه خبر ورکړ شوی ) ، خو زمونږ مظلوم اولس ته دواړه سپی دی د دغو سپو خپلو کی جنک د مظلوم او اشغال شوی اولس په خیر دی په دی شرط چه دغه جنګ یی مصنوعی جنګ نه وی

اخترمحمد گیلانی

عطا چور خبله ماته ومنله غنی ور باندی بریالی شو ملت دشر اوفساد نه بوزی ته راغلی دی نور داملت سیاسی بلوغ ته رسیدلی دی نور او دشر اوفساد اشر بانی به یوه ورز محاکمه شی

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx