دیني، سیرت او تاریخ

جهاد د انساني عاطفې غوښتنه نه؛ بلکې د الله تعالی امر دی

افغان غازي

د اوسني دور ډير مسلمانانو د جهاد غوندې مسئلو سره عاطفي برخورد کوي.

مثلا وايي نوره جګړه بس ده، تر څه وخته به وژل کیږو؟ تر څه وخته به بي کوره یو، تر څه وخته به غمونه ګالو او او او ….

دا ټولې خبرې د انساني عاطفې څخه سرچینه اخلي، ځکه خو د (اصول الفقه) علماء وايي چې جهاد قبیح لنفسه او حسن لغیره عمل دی، یعنی د خپل ذات او اصل له مخې بد او د غیر یعنی د اعلاء کلمة الله له وجهی ښه غوره عمل دی.

د دې لپاره چې د جهاد په اړه په لنډ ډول پوه شو، لازمه ده چې په دې اړه صرف د الله تعالی حکم ته غاړه کیږدو.
لوی الله چې ټول مخلوق يې عیال بلل شوی، له هرچا زیات په خپل مخلوق مهربانه دی له هرچا زیات د امورو په عاقبت عالم او خبیر دی.

هغه ذات مؤمنانوته د جهاد د فرضیت او په دې لاره کې د زړه نازړه نه کیدو په اړه داسې فرمايي:

(كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ وَاللَّـهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ ﴿البقرة: ٢١٦﴾).

ژباړه: پرتاسو جهاد فرض کړل شوی، په داسې حال کې چې دا جهاد تاسو ته بد (ناخوښه) ښکاري، (خو) ډير ځله تاسو یو شی بد ایسوئ، په داسې حال کې چې هغه ستاسو په ګټه وي، او ډير ځله بیا تاسو یو شی خوښوئ خو هغه بیا ستاسو لپاره شر او بد وي. ( په دې اړه یواځې) الله تعالی پوهیږي او تاسو نه پوهیږئ.

په پورته آیت شریف کې د جهاد په اړه الله تعالی بندګانو ته وايي چې تاسو د جهاد په عاقبت او خیر نه پوهیږئ بلکې الله تعالی چې دغه جهاد يې پرتاسو لازم کړی هغه په هرڅه ښه پوهیږي، یعنی جهاد د الله تعالی په علم کې ستاسو په خیر ده، او که مو جهاد ونه کړ بیا به تاسو په زیان کې واقع شئ.

نور که دلته له اضافه جزئياتو تیر شو، د یو مسلمان په ډول چې د الله تعالی ټولو امرونو ته امتثال لرو او پرځان يې بې له چون او چرا څخه منو باید جهاد له خپلو ټولو مشقتونو او تکالیفو سره ومنو او ويې کړو.

د جهاد د انجام، بریا او یا ناکامۍ په اړه موږ الله تعالی نه یو مکلف کړي، او نه هم په دې مکلف یو چې جهاد به تر یو معین وخت پورې کوو که ډير وځنډيد بیا به بله لاره نیسو.

نه، که څوک ځان مسلمان بولي، د شریعت څخه خبر وي، په الله تعالی او د هغه په عالمیت، قادریت، نصرت او وعدو یقین لري د هغو لپاره د جهاد په دوام او مشقاتو کې هيڅ باک نشته، هغوی جهاد د مسئولیت د رفعې لپاره کوي، په جهاد کې د هغوی نیت صرف د اعلاء کلمة الله او د الله تعالی رضا وي.

داچې نن سبا طالبان د جهاد په لاره کې تر بل هرچا زیات ستړي شوي، ځپل شوي، زمانمن شوي، بې کوره شوي، بندیان شوي، د کورنۍ غړي او خپلوان يې له لاسه ورکړي، د کفارو له سختو بې رحمه بمبارونو، چاپو، وحشتونو او تعدا سره مخ شوي، بل څوک نه دي مخ شوي، خو داچې بیا همدا ځپل شوې ډله د جهاد په دوام ټینګار کوي او یو بلیست له خپل موقف څخه پر شا نه ځي، علت دادی چې د دوی د جهاد هدف او غایه معلومه ده.

دوی د جهاد په جریان سره له مخلوق سره کومه معامله نه لري، بلکې د خالق جل جلاله سره يې معامله ده، د هغه سبحانه وتعالی رضا يې هدف او هیله ده، د الله تعالی پاره ځان، مال، خپلوان او ټول ژوند قربانول يې آرمان دی، نو ځکه يې څوک له خپلې ارادې نشي راګرځولی.

زما د پورته خبرو په مطلب هغه خلک په آسانۍ سره پوهیدلی شي چې د الله تعالی په ذات او صفاتو باندې ایمان ولري او د الله تعالی په اطاعت ځان ملتزم وبولي.

البته د نفاق مریضان چې نه غواړي د الله تعالی امر ته غاړه کیږدي ، هغوی بیا په ښکاره او له ډاره نشي ویلي چې (العیاذبالله) نه الله منم اونه يې حکم منم بل کې صرف ژوند کول غواړم او د ګيډې مړول او نفس سړول مې مقصد دی، هغوی نو دلته تأویلات کوي، خبرې اړوي را اړوي، دلائل تراشي او غواړي لمر په دوو ګوټو پټ کړي.

که تاسو دقیق شئ دا ډول خلکو په تیر اوولس کلن جهاد کې هيڅ ډول ځان نه دی ستومانه کړي، بلکې له هغه اول سر څخه د جهاد مخالف وو او بیابه هم وي، ځکه دوی متمردین دي او نه غواړي د الله تعالی تابع او مطیع بنده ګان ووسي.

نو ځکه د داسې خلکو، خبرې، وړاندیزونه، عاطفي غوښتنې او هیلې د شریعت له احکامو سره تضاد لري او باید ارزښت ورنه کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Jihad shall be armed men against armed enemies, not between armed men against unarmed people. Sheltering innocent people, women and children is not Jihad.Terrorism kind of fighting is not jihad. Killing innocent, unarmed people even non Muslim is not jihad. The fighting currently happening in Afghanistan is not jihad, blowing bombs and suicide bombing in crowded and public areas causes the killing of innocent people is definitely not jihad

افغان

ام اچ ای صاحبه! که ستاسی مخاطب امریکایان او اروپایان وی د هغوی په ژبه او که ستا مخاطب افغانان وی د افغانانو په ژبه هره ناولتیا چه لیکی لیکه یی . ډیر افغانان په انګریزی نه پوهیږی چه ستاسی زهریات خنثی کړی ، تاسی چه یی په بله ژبه لیکی د کمیشن د ترلاسه کولو د پاره هغوی چه په دی دول کړنو کی کمیشن ته زړه ښه کوی د هغوی په اړه به د هیتلر یوه خبره درته واوروم : له هیتلر څخه چا پوښتنه وکړه چه په دومره مفتوحه هیوادو کی دی څوک خوښ شوی او له… نور لوستل »

masoom prince

الله دې افغان غازی لیکونکﺉ او نشرونکی ته اجر عظیم ورکړی الله دې دنیا او اخرت بدلې ورکړی یو جهان منننه

افغان

کولای می شول جه د دجال غلام ته په انګلیسی ځواب ولیکم مګر زمونږ مخاطب ام اج ای او سی ای ای نه بلکه افغان مسلمانان دی زه به د دجال غلام ناولتیا هغوی ته وژباړم او ځواب به یی هم ولیکم : د دحال غلام لیکی: د وسله والو حګړه له وسله والو سره جهاد دی یا هغوی چه له تاسی سره جنګیږی وجنګیږی جهاد وکړی . مجاهدین د کابل د غلامانو او بادارانو او ستا په شان څو مخو سره جنګیږی ( که به لاس ورشی ) هغوی چه د یو څو ډالرو د پاره یی د کفارو… نور لوستل »

فرهاد افریدی

بی له شکه جهاد فرض دی،فی سبیل لله جهاد،چه خه مثال یی د فلسطینیانو دی چه د مسلمانانو د زمانی کعبی لپاره جهاد کوی،او مقابل لوری یی هم معاوم دی،خو دا چه تا د طالب جهاد ته جهاد ویلی نو زه وایم چه دادی ناانصافی کری،،،طالبان دعوه کوی چه وطن کفارو نیولی او دوی د کفارو په مقابل کی جنگیگی،نو زه دا وایم چه د کفارو مرکزونه معلوم دی کله یی هم دا جرات کری چه د لری نه پری یوه د هاوان گولی وولی،نژدی ورتگ خو پریگده،خو بس افغانانو ته نران دی چه هم واسکت ورواغوندی او هم پری… نور لوستل »

غوربندِي

افریدي فرهاد صاحب تاسو دا منی چې ځنې پلورل شوي افغانان د همدې کفارو د مرکزونو تحکیم او پاته کیدل غواړي او په اجرتي ډول یې په خدمت کې لګیا دي، زما او ستا کور او کوردینات ورښیي، د هغوی لپاره مو لاس او پښې راتړي، او د کفارو په مخ کې د سپر په شان کاریژي، نو که طالبان دغه سپر شوي سپېره له مخې لیرې کوي دا خو عین جهاد او د جهاد برخه ده. که دا منی نو دا هم ومنی چې هر هغه څوک چې د کفارو حضور غواړي د دوی له ډلې څخه دي او… نور لوستل »

غوربندِي

ماها صاحب

تاسو جهاد ته له ځانه تعریف مه تراشی

د هرې ناروا او ظلم په وړاندې ایستادګۍ ته جهاد وایي، خواه دا ایستادګي تر خپله وسه په ژبه وي، په قلم وي که په وسله.

تاسو چې وایی په افغانستان کې جهاد نشته نو دا نظر به مو هلته د منلو وړ وو چې په افغانستان کې ظلم، تیری، غصب، بلواکي او ناروا وجود نه درلودای او خلکو د خپل دین او دود په رڼا کې حپلواک او په عدل او سوله کې ژوند کولای.

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x