افغانستان

ننګرهار: په چپرهار کې د اربکیانو په پوستو بریدونه روان دي

د ننګرهار په چپرهار ولسوالي کې د اربکیانو په نویو پوستو نن سهار بریدونه پیل شوي، چې لا تر اوسه دوام لري، طالبان وايي چې تراوسه يې اته اربکیان وژلي او شپږ نور يې ژوندي نیولي دي. دغه نوې پوستې د چپرهار ولسوالي په کنډیباغ او ګمبیل سیمو کې په دې وروستیو کې فعالې شوې وي، چې د سیمې د خلکو له خولې اربکیانو په سیمه کې نشو او بد اخلاقيو ته د سیمې  ځوانان هڅول.

افغان امنیتي مسوولینو تر اوسه د پېښې اړوند څه نه دي ويلي.

باید وویل شي، چې د طالبانو د خیبر په نامه عملیاتو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې تراوسه پورې لسګونه پوستې له منځه وړل شوي دي، چې اربکیان يې یا وژل شوي یا هم طالبانو له ځانه سره وړي دي.

ننګرهار د هېواد په سطحه نسبتاً ارام ولایت ګڼل کېږي، مګر ورته بریدونه افغان چارواکي په اندېښنه کې کړي دي، چې په خبره يې راتلونکې ټاکنې به له ستونزو خالي نه وي.

د جزیاتو لپاره له نن ټکی اسیا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x