شعـــــرونه

مٶمن خانه / حسيني

عزيزالرحمن حسيني

څوک نشي تيريدلى ، بيا دروند بار لاره کې پروت ده
را پاڅه مٶمن خانه! چې ښامار لاره کې پروت ده

راويښ شه نور زلميه ، قربانۍ ته ضرورت ده
سرې سترګې بيا غليم، د ستا د ښار لاره کې پروت ده

يو څوک کوي سلګۍ ، له زړه يې سرې وينې څڅيږي
دچا ټپى زړګى ، زخمي پرهار لاره کې پروت ده

بيا چا ورته منګيو کې، ګودر نه اوبه راوړې
د چا د مزار څلى او يادګار لاره کې پروت ده

دچا د غم سلګئ دي، حسيني دى، اويادونه
دا څه ټپي ټپي دا څه خمار لاره کې پروت ده
ــــــــــــــــــــــــــ
1396/12/6 يک شنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x