افغانستان

د برېښنا او انرجي وزير: ارګ د ټاپي پروژې د پرانيستې غونډه کې له ګډونه منعه کړی وم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۰۶کب، ۱۳۹۶ل): د ګډ حکومت د برېښنا او انرجي وزير علي احمد عثماني وايي، چې حکومت له تېرو څو کلونو راهيسې د ده وزارت ته پاملرنه نه کوي، تر اوسه يې د ځينو لاملونو له مخې غږ نه کاو، خو اوس د پراخو ملي ګټو لپاره دا اندېښنه ښکاره کوي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د ده له لوري وړاندې شوې طرحې له پامه غورځوي او درناوی ورته نه لري.

ښاغلي عثماني نن په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې تېره ورځ په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانيستې په غونډه کې له ګډونه منعه شوی و او ارګ ده ته خبر ورکړی و، چې په دغه غونډه کې ګډون نشي کولی.

د عثماني په وينا د ټاپي پروژې له افتتاح يوه ورځ وړاندې ده ته خبرداری ورکړی و، چې دی دې د ټاپي پروژې د پرانيستغونډې په مراسمو کې ګډون نه کوي.

د برېښنا او انرژي وزير ويلي، د ټاپي پروژې د پرانيستې او په کندهار کې د شمسي برېښنا پروژو د پرانيستو پر مهال د هوکړې لاسليکول د ده مسؤوليت و، خو حکومت دا لاسليکونه په نورو کسانو کړی دی.

دغه وزير ويلي، چې دا ورته مهم نه دي، چې لاسليک چا وکړ، خو په وينا يې افغانستان ته د ټاپي پروژه او شمسي برېښنا ګټوره ده، چې د دواړو پروژو هوکړې لاسليک شوې.

علي احمد عثماني تور پورې کړی، چې ارګ د ده د کارونو پر وړاندې خنډونه راپورته کوي او کوم فعاليتونه چې ده کړي وي، ولسمشرۍ ماڼۍ يې د بل چا په نوم اړوي.

د ګډ حکومت په راتلو په هېواد کې اداري نظام له بې ساري ګواښونو سره مخ شوی، ډېری وزارتونه او حکومتي دندې د سياسي جوړجاړي له مخې ويشل شوي او له همدې امله د ولسمشر غني او د کابينې د غړو تر منځ، همدارنګه د اشرف غني او ځينو واليانو ترمنځ ټکرونه رسنيو ته راوتلي، چې له امله حکومتي چارې تر ډېره په ټپه ولاړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

I do not believe him, he is not telling the truth, Mr Ghani shall fire him and replace him with an Electrical Engineer to do the job.

اجمل

د دجال پورتنی غلام وایی : جه زه په هغه وزیر باور نه لرم هغه دروغ وایی غنی یی باید لیری کړی ( هغه غنی چه د جان کیری له خوا مقرر شوی ) او په ځای یی کوم مسلکی کس مقرر کړی ، افغانستان کی مسلکیت هماغه دی جه د امریکا او ناتو سره ټینګی اړیکی ولری او د هغوی ګټی خوندی کړی ، غنی او عبدالله سیاست کی دکتوری لری؟ مسلکی کسان دی ؟ هلته د مسلکی پوهو اړه نشته هلته د راټولولو او فساد مسلک ته اړه ده د دجال غلامه !!!!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x