شعـــــرونه

پښتو / رحمت الله منیب

زما غــــزل زما کلام ده پښتـــــو
ما ته پوهنه او افهــام ده پښتــو

دا چې یې قدر کړم عزت یې کوم
راکړی ما ته رب انعام ده پښتـــو

زه په پښتو کې جوړ تازه کومــه
زمـــا روغبړ زما سلام ده پښتــو

دا چې پښتـو لیکم پښتــو وایمه
نښـــه د ژبي او د قــام ده پښتو

راځئ قلم واخلو خدمت یې وکړو
قابل د میني احــترام ده پښتـــو

موږ مــــرکې لرو او پرېکړې کوو
ډکه له نرخه او اکرام ده پښتـــو

چې پنج بناوي معنی شوې دي پرې
را لویه شوې په اسلام ده پښتـــو

منیبـــــه ښکلې ده ځلېـــږي را ته
سم لکه ستوری د ماښام ده پښتو

ـــــــــــــــــ

د ژبو نړۍ واله ورځ

21/02/2018

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x