پي ایس ایل: شاهد افریدي خپلې پخوانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د شاهد افریدي لوبډلې خپلې پخوانۍ لوبډلې پيشاور زلمي ته د ۵ ویکټو په توپير له سختې لوبې وروسته ماتې ورکړه.

کراچي کینګز لوبډلې ته اسانه هدف په پای کې سخت شو، چې په پای درې توپونو کې ورته درې منډې پاتې شوې، او د فشار څخه داسې بریښیده چې شاید دوی دغه منډې پوره نه کړای شي، خو عماد وسیم په زړه پورې شپږیزه ووهله او بریا یې خپله کړه، او همداسې يې د پيښور زلمو لوبډلې ته یې په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.

شاهد افریدي چې د پي ایس ايل په تېر دوه پړاوونو کې د پيښور زلمي برخه وه کراچۍ لوبډلې سره معاهده لاسلیک کړې ده، چې دده په شتون کې يې خپلې پخوانۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه، او په همدې سره د کراچۍ لوبډله د تېر په نسبت ډېره غوره شوې ده او په دې پړاو کې يې پرلپسې دویمه بریا خپله کړه.

دغه لوبه چې بیګا شپه ترسره شوه، لومړۍ توپوهنه د پيښور زلمو ترسره کړه چې په پېل کې یې ویکټې هم له لاسه ورکړې او ډیرې سوکه منډې یې جوړې کړې وې، خو په پای کې د ویسټ انډیز چټک لوبغاړي «سمیت» په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ۷۱ ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.

همدا ډول د پيښور لوبډلې کراچۍ لوبډلې ته په شل اورونو کې د ۹ ویکټو په سوځېدلو۱۳۲ منډې هدف وټاکه.

په ځواب کې د کراچۍ لوبډلې هم سوکه پېل وکړ، چې په پای اور کې د ۶ ویکټو په لرلو سره ۵ منډو ته اړتیا وه چې یو وخت کراچۍ لوبډلې ته اسانه لوبه ګټل ستونزمن شول، خو لوبډلمشر عماد وسیم د پای اور په څلورم توپ په زړه پورې شپږیزه ووهله او بریا یې خپله کړه.

له بل اړخه له دې وړاندې نن ورځ د اسلام اباد یونائیټډ او ملتان سلطانز تر منځ لوبه ترسره شوه چې اسلام اباد لوبډلې د ملتان لوبډلې ۱۱۴ منډو اسان هدف په اتلسم اور کې د ۵ ویکټو په لرلو سره پوره کړ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د