افغانستان

«لویې څارنوالۍ په تېر یو کال کې ۵۴ چارواکي ممنوع الخروج اعلان کړي»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د لویې څارنوالۍ ویاند جمېشد رسولي وايي، په تېر یو کال کې یې د اداري فساد ۱۵۰۰ قضیې څېړلي، چې له ډلې یې ۵۴ تنه ممنوع الخروج اعلان کړي او د پاتې تورنو کسانو څېړنه روانه ده.

نوموړي په خبري غونډه کې وویل، له ټولو تورنو کسانو سره یو ډول چلند شوی او په ممنوع الخروج کسانو کې ملکي او نظامي چارواکي شامل دي.

ده وویل، په روان کال کې د ۱۵ لوړ پوړو چارواکو دندې د اداري فساد په تور ځنډېدلي او ۱۱۸ کسان چې د حکومت لوړ پوړي چارواکي وو په سزا محکوم شوي دي.

د لویې څارنوالۍ د ویاند په خبره، د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې یې تراوسه ۴۹ میلیونه ډالر او ۳۰۰زره پاکستانۍ کلدارې له تورنو کسانو راګرځولي دي.

جمشېد رسولي ډاډ ورکړ، چې د زرګونه نورو تورنو کسانو دوسیې به هم ډېر ژر وڅېړل شي او د اداري فساد کې ښکېل چارواکي به محاکمه شي.

د لویې څارنوالۍ ویاند داسې مهال د اداري فساد پر وړاندې د جدیت خبره کوي، چې تېره اوونۍ د روڼتیا نړیوالې ادارې په خپل کلني راپور کې افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هېواد بللی و.

په ۲۰۱۶ز کال کې افغانستان د اداري فساد په برخه کې د نړۍ اتم فاسد هېواد و؛ خو په ۲۰۱۷ز کال کې څلورم ځای ته راغی.

دوه کاله وړاندې د بروکسل په ناسته کې هم ناټو او نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو له افغان حکومت سره خپلې مرستې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مشروطې کړې وې؛ خو لا هم د اداري فساد پر وړاندې کوټلي ګامونه نه اخیستل کېږي.

د نړیوالو سرشمېرنو له مخې، افغانان هر درې میلیارده ډالر دولتي چارواکو ته رشوت ورکوي؛ خو د ډېرو افغانانو کلنی عاید له سلو ډالرو نه اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x