افغانستان

طالبان: په تېره میلادي میاشت کې لسګونه دولتي مامورین راسره یوځای شوي دي

د طالبانو د د عوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په خپل میاشتني راپور کې کښلي دي، چې په تېره میلادي میاشت (می) کې له دوی سره ۱۹۹ تنه افغان دولتي مامورین یو ځای شوي دي. چې له ځانو سره يې بېلابېلې وسلې او مهمات هم دوی ته وروړي دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې شوې خبرپاڼه کې لیکلي: «دوی مختلفه النوع سلاوي او وسایط مجاهدینو ته وسپارل اوژمنه یې وکړه چي نوربه د خپل ولس ترڅنګ دریږي او د یرغلګروصلیبیانواو د هغوی د اجیررژیم پرضد به خپله اسلامي اوملي وجیبه ـ جهاد ـ کوي او د اسلامي امارت د مجاهدینوپوره ملاتړ به کوي.»
طالبانو د خپلو سږنیو عملیاتو په اږدو کې څو ځلې د رسنیو له لارې پر يو ځای د لسګونو پولیسو د تسلیمۍ خبرونه ورکړي دي، چې دولتي مقاماتو هم تایيد کړي دي.
طالبانو پخپله پاڼه کې د یادو یوځای شویو مامورینو پوره نوم لړ خپورکړی دی. یاده دې وي چې تېره میاشت هم سلګونه دولتي مسوولین له دولت سره یو ځای شوي وو.
دغسې یوځای کېدنو افغان لوړرتبه دولتي مسوولین په اندېښنه کې کړي دي. افغان ولس د طالبانو دغسې اقدامات ستايلي او له هغوی يې پرلپسې غوښتي چې د خبرو له لارې لا نور هم په دولتي لیکو کې جذب شوي ځوانان وپوهوي.
د شنونکو په باور د طالبانو له خوا دومره پراخ تبیلغاتي اړخ دا ثابتوي، چې هغوی یواځې په جګړه باور نه لري، بلکې د خبرو له لارې هم ځان پوره ډاډمن ثابتولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x