fbpx

پر کورنیو چارو وزارت د رینجر موټرو مرسته درېدلې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول امریکا پر دغه وزارت د رینجر موټرو مرسته درولې ده او نوي موټرې یې په واک کې نه دي ورکړي.

د یاد وزارت مرستیال مراد علي مراد په خبره، له تېرو درېیو کلونو راهیسې نړیوالې ټولنې د رینجر موټرو مرسته درولې ده او د امریکا «فورډ» کمپنۍ چې دغه موټرې یې جوړولې اوس فعالیتونه درېدلي دي.

دی وايي، په تېرو ۱۶ کلونو کې د رینجر موټرو په اړه کره شمېرې نه شته، چې د رینجر موټرو څومره مرسته شوې؛ خو ډېرې موټرې په جګړو کې له منځه تللي او د کارولو نه دي.

د کورنیو چارو وزارت د لوژیستیک برخې مشر محمد سمیع عزیزي وايي، د رینجر موټرو په اړه کره شمېرې نه لري؛ خو داسې اټکل کېږي چې په تېرو کلونو کې له دوی سره ۲۰ زره موټرو ډېره مرسته شوې، چې اوس مهال له نیمايي ډېرې تخریب شوي او یا بېخي د کارولو نه دي.

د عزیزي په خبره، نړیواله ټولنه پولیسو ته یو رینجر موټر د لسو کلونو لپاره ورکوي؛ خو د ډېرو موټرو عمرونه له پنځو کلونو نه اوړي او د بې احتیاطۍ، جګړو، سړک غاړي ماینونو، ټرافیکي پېښو او نورو لاملونو له مخې له منځه ځي.

اوس مهال د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې ۱۵۷ زره پولیس ثبت دي، چې د روزنې، معاش او د تجهیزاتو ډېره مرسته یې اروپايي ټولنه او په ځانګړي ډول جرمني کوي.

د کورنیو چارو وزارت ته یو رینجر موټر په ۳۰ زره امریکايي ډالرو حسابېږي، خو اوس مهال دغه وزارت د رینجر موټرو له کمښت سره مخ شوی دی.

په ټولنیزو شبکو کې کله نا کله داسې انځورونه هم خپرېږي، چې قومندانانو یې دولتي موټر د خپل کورونو د اړتیاوو لپاره کاروي.

په تېرو کلونو کې سلګونه رینجر موټر طالبانو هم نیولي او اوس یې د پولیسو پر ځای طالبان کاروي او خپل بیرغونه یې پرې لګولي وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د