روغتیا

د وريځو ترمنځ ځای چاپي کړئ او ګټې یې وګورئ!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷ کب، ۱۳۹۶ل): له سر دردۍ څخه په نني وخت کې ډېر زیات خلک شکایت کوي، چې ددوی د ژوند خوندور وختونه بې مزې کوي، ددې مختلف لاملونه کیدای شي.

زیاتره خلک د سردرد ختمولو لپاره درمل خوري، چې په عین وخت کې سردردي له منځه وړي خو بدن ته نورې روغتیایي تاوان رسوي، ښکاره خبره ده چې د درمل په خوړلو سره انسان ډیر زر ددې عادي کیږي، او د عادت په وخت کې ددې اغیز هم کمیږي، چې په پای کې د بدن روغتیا لپاره بې شمیره ستونزې جوړوي.

خو ایا تاسې ته دا معلومه ده چې د یوې دقیقې او یا لږ تر لږه ۴۵ ثانیو لپاره د وريځو ترمنځ ځای چاپي کول یا سولول څومره اړین او ګټور دي؟

په بدن کې ډير قسمه انرژۍ موجودې دي، چې د بدن په دولس مختلفو ځایونو کې ګرځي او د بدني عضلاتو ترمنځ رابطه ساتي، له دې دولسو عضلاتو څخه یوه یې د وریځو ترمنځ ځای دی (کوم ته چې درېیمه سترګه هم ویل کیږي)، ددې ځانګړتیا داده چې دا فشار او بوج ختموي، او ذهني ارام ورکولو سره دماغي فعالیت هم ښه کوي.

د همدې وجې نه د وریځو ترمنځ ځای چاپي کول (د مټې ګوتې په واسطه مو د دواړو سترګو او وريځو ترمنځ ځای د چاپي په شکل وسولوئ) مو د یوې دقیقې او یا لږ تر لږه د ۴۵ ثانیو لپاره انسان له سر دردۍ، ذهني فشار، مسلسل ستړیا، د سترګو شاوخوا توروالی او د خوب نه راتللو ناروغیو څخه ژغوري، او سربېره پر دې د حافظې قوي کولو لپاره هم پیاوړې لاره ده.

سرچینه: آج نیوز اردو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mohammad ehsan

دا خو آسانه او بې پیسو کار دی او ښکاره ده چې بې له ګټې کوم تاوان خو نه لري .مننه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x