
یوناما: د جګړې ښکېل اړخونه دې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې «یوناما» یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي او اړین ګامونه دې پورته کړي.
د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره یې په افغانستان کې له بېلابېلو خلکو سره خبرې کړي او د بحثونو په پایله کې ټولو د جګړې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې د ملکیانو ژوند ته دې پام وکړي.
یوناما دوه اوونۍ وړاندې په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې تېر ۲۰۱۷ ز کال کې افغانستان کې لسو زرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۶۵ سلنه یې طالبان ګرم بللي وو.
یوناما د جګړې له ښکېلو اړخونو د ملکي وګړو خوندیتوب غوښتنه داسې مهال کړې، چې د تېرې جمعې په ورځ افغان ځواکونو د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ۳۰ ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.
د ټرمپ له نوې ستراتېژۍ د اعلان وروسته ګډو ځواکونو په هوايي بمباریو زیاتوالی راوستی، چې ډېری ملکیانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.