افغانستان

دافغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کموالي د سوداګرو اندېښنې زیاتې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کموالي د سوداګرو اندېښنې راپورته کړي او د دواړو هېوادونو د سوداګريزو خونو مسؤولينو ويلي، چې کابل او اسلام اباد دې په اړه خپله پاملرنه زياته کړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګريزو خونو استازو په اسلام اباد کې ګډې ناستې ته ويلي، چې د دواړو هېوادونو چارواکي دې سوداګري د سياست له اغېزه خوندي وساتي. د پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر زبیر موتي والا او د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي په اسلام کې ګډې ناستې ويل، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونه بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت د کموالي ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د غونډې ګډونوالو ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کم شوي تجارت په اړه د سوداګرۍ وزارتونه خپل رول ادا کولی شي، چې څنګه دوه اړخيزه تجارت له ۲.۷ ملياردو ډالرو څخه ۱.۲ ميليارده ډالرو ته راښکته شوی دی. د دوی په وينا د دې ستر لامل د دواړو هېوادونو د سياسي اړيکو ترينګلتيا ده او ټينګار يې کړی، چې د سوداګرۍ او اقتصاد وازرتونه بايد په دې اړه ګډ کميسيون جوړ کړي او سوداګري د سياست له اغېزه پاکه کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ خونې مشر زبير موتي والا ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کموالي په زيانونو يې چارواکي خبر کړي دي.

هغه زياته کړې، چې پر صادراتو او وارداتو د ماليې زياتوالي او همدارنګه په ټرانزيټ کې د قوانينو سختوالی د دواړو هېواد ترمنځ د سوداګرۍ د کموالي ستر لاملونه دي، چې د دواړو هېوادونو چارواکي بايد پاملرنه ورته وکړي.

د دواړو هېوادونو چارواکي تل د رسمي څرګندونو پر مهال ژمنه کوي، چې د سوداګرو ستونزې به حل کړي، خو په عملي توګه هر څه تر ډېره سرچپه روان وي، د سوداګرو او ټرانسپورټ په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې ورځ تر بله مخ پر زياتېدو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x