ورزش

افغان ملي لوبډله سبا «سه شنبه» ویسټ انډیز سره سیالۍ لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷ کب، ۱۳۹۶ل): سبا د سې شنبه په ورځ د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ په زمبابوې کې د پنځوس اورونو تمریناتي لوبه ترسره کیږي.

دغه لوبې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره تمریناتي لوبې دي. په غوراوي سیالی کې ټولې لس لوبډلې شرکت کوي او له لسو څخه یې دوه د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام لپاره غوره کیږي.

د غوراوي سیالۍ کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د مارچ میاشتې په څلورمه نېټه له سکاټلنډ لوبډلې سره پېل کوي، او همدا ډول به په نورو سیالیو کې د زمبابوې، هانک کانګ او نیپال سره مخامخ کیږي.

افغانستان ته پکار دي په ګروپي سیالیو کې خپلو ټولو سیالانو ته ماتې ورکړي تر څو نړیوال جام ته د وتلو لپاره یا لومړی او یا هم دویم مقام خپل کړي.

ددې لوبو پایلوبه به د مارچ میاشتې په 25مه نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x