نړۍ

مصر د “الجزيرة تلويزون” همکاره ژورناليسته نيولې

مصري چارواکو يوه ازاده خبرياله نيولې، چې د الجزيرې تلويزوني شبکې سره ازاده همکاري درلوده.
د مصر د کورنيو چارو وازت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې رشا جعفر له قانون څخه د سرغړونې په تور د مصر بور سعيد ښار کې له خپل کوره نيول شوې ده.

مصري چارواکي وايي، چې مصر کې د الجزيرة تلويزوني شبکې پر فعاليتونو بنديز دی او رشا جعفر اوس په داسې حال کې نيول شوې، چې بورسعيد څخه يې الجزيرة تلويزون ته خبرونه او ويډيوګانې ليږلې.
د الجزيرې تلويزوني شبکې رسما د رشا جعفر د نيولو په اړه څه نه دي ويلي، مګر “الجزيرة مباشر مصر” د رشا جعفر د نيولو خبر تاييد کړی او زياته کړې يې ده، چې رشا جعفر الجزيرې ته د رايو ورکولو د مرکزونو داسې ويډيوګانې راليږلي، چې د رايو ورکوونکو څخه تش وو.

مصر کې اوس هم د الجزيرې درې خبريالان (محمد فهمي، پیټر ګریست او باهر محمد) بند کې د محاکمې په تمه شپې ورځې تېروي.

مصري چارواکي د نوموړو خبريالانو په اړه وايي، چې د مصر په اړه يې درواغ خبرونه خپرول او اخوان المسلمين سره يې پټې اړيکې وې.

د عبدالله الشامي په نوم د العربية تلويزون يو خبريال هم د تېر کال اګست مياشت څخه را په دېخوا مصر کې پرته له محاکمې بندي دی.

چارواکي وايي، چې امنيتي ځواکونو د رشا جعفر ليپ ټاپ او ګرځنده ټيليفون هم ځان سره وړي او داسې ويډيو ګانې يې په کې موندلې “الجزيرة مباشر مصر” څخه خپرې شوي دي.

الجزيرې تلويزوني شبکه وايي، چې رشا جعفر داسې ويډيوګانې رالېږلي، چې د ټاکنو په ورځ د رايو مرکزونه له خلکو بيخي خالي وو.

د الجزيرې تلويزون او مصري حکومت تر منځ له هغه وخته تاوتريخوالی راپيدا شوی، چې تېرکال جولايي مياشت کې د جنرال سيسي په مشرۍ مصري پوځ پر ولسمشر محمد مرسي پوځي کودتا وکړه.

مصري چارواکي پر الجزيرې تور لګوي، چې اخوان المسلمين سره د خواخوږۍ خبرونه خپروي په داسې حال کې چې مصر کې اخوان المسلمين “تروريست ګوند” اعلان شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx