تخار: پولیسو د واده ناوې او لېور وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د تخار په مرکز تالقانو کې پولیسو د واده پر موټر ډزې کړي، چې د واده ناوې یې وژلې او یو لېور او د زوم مور ټپي شوې ده.

د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسیر وايي، پېښه د تالقانو ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې شوې، چې ناوې او لېور یې وژل شوي او مور یې سخته ټپي شوې ده.

د اسیر په خبره، د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو یو ریکشا موټر ته د درېدو ویلي وو، خو ریکشا چلوونکی ونه درېده، چې پولیسو پرې ډزې وکړې.

دی وايي، ریکشا چلوونکی، څلور پولیس او د درېیمې امنیتي حوزې افسر نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

تېر کال هم د ملي یووالي حکومت اجراییوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق ساتونکو په کابل کې یوه ناوې او دوه پر ډزو وژلي وو، چې قضیه یې تراوسه معلومه شوې ده.

نن د کورنیو چارو وزارت مسوولینو وویل، چې نړیوالې ټولنې له دغه وزارت سره د رینجرو موټرو مرسته درولې ده، چې یو لامل یې د پولیسو نه احتیاط دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د