دیني، سیرت او تاریخ

د غسل کولو سنت طریقه او نور

احمد جنید مبارز

غسل په لغت کي د ټول بدن مينځلو ته وايي او په شريعت کي د ناپاکۍ لیري کولو او ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه د ټول بدن مينځلو ته غسل وايي.

غسل په څلور قسمه دى فرض، واجب، سنت او مستحب:
فرض غسل : له جنابت، حيض او نفاس څخه وروسته غسل فرض دى.

واجب غسل : په دوه ډوله دی:
الف: مړي ته غسل وركول په ژوندي باندي واجب دی.
ب : كه كافر د جنابت په حال كي مسلمان سي په هغه باندي غسل واجب دى.

سنت غسل:
۱_ د جمعې د لمانځه د اداء كولو لپاره غسل كول سنت دی.
۲_ د اخترونو د لمانځه د اداء كولو لپاره غسل سنت دی.
۳_ د عرفات په ورځ د درېدو لپاره له زوال څخه وروسته غسل كول سنت دى.
۴_ د احرام د تړلو لپاره غسل سنت دى كه هغه د حج لپاره تړل وي او يا د عمرې لپاره.

مستحب غسل:
۱_ بالغ كافر چي مسلمان سي او جنب نه وي، نو غسل كول ورته مستحب دي.
۲_ مكې مكرمې ته د دخول لپاره غسل كول مستحب دي.
۳_ كه څوك له لیونتوب او بې سدۍ څخه وروسته جوړ سي غسل ورته مستحب دى.
۴_ مړي ته له غسل ور كولو څخه وروسته پخپله غسل وركوونكي ته هم د ځينو علماو په نظر غسل كول مستحب دي.

د غسل مسنون یا سنت طریقه
غسل که فرض وي یا سنت او یا مستحب په هر صورت کي مسنونه لاره یې دا ده چي اول دواړه لاسونه تر مړوندو پوري درې ځلي ومینځل سي، بیا د بدن څخه نجاست لیري کړل سي هغه هم درې ځله، بیا کوچنۍ او لویه استنجاء تر سره سي، د اړتیا مطابق به استنجاء کوي، بیا په مسنون ډول اودس کول دي که چیري د مینځلو اوبه له پښو سره راټولېدلې، نو له دغه ځایه لیري په بل ځای کي به یې مینځي او که چیري کومه چوکۍ، یا ډبره یا داسي ځای غسل کوي چي هلته اوبه نه راټولیږي نو دغه صورت کي پښې ځای پر ځای مینځل باک نه لري، اول پر راسته اوږه باندي اوبه اچول دي بیا پر چپه اوږه باندي، خو دومره اوبه چي له سر څخه تر پایه ورسي بیا ټول بدن په لاسونو مښل دي، دا یوځل هم بس دي بیا همداسي اوبه اچول کیږي چي اول په سر بیا پر راسته بیا پر چپه اوږه باندي اوبه اچول او کوم ځای چي وچ پاته سي هغه به مښل کیږي او هلته به اوبه هم رسول کیږي بیا همداسي دریم ځل له سر څخه تر پښو اوبه تویول او مینځل دي. (درمختار)

په غسل کي درې شیان فرض دي:
اول: مضمضه ( د خولې مینځل یعني غرغړه کول) چي ټولي خولې ته اوبه ورسيږي. درې ځله
دوهم: استنشاق ( د پزي مينځل ) ترکومه چي د پزي نرم ځای وي تر هغو اوبه رسول دي. درې ځله
دریم: په ټول بدن یو ځل اوبه اچول دي. (هدایه)

الله تعالى فرمايي: [ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ ] ژباړه: او كه تاسو د جنابت په حال كي ياست، نو په ښه ډول طهارت او پاكي وكړئ.
دا امر د ټول بدن د پاكۍ لپاره دى چي په ټول بدن اوبه واچوئ او په ښه ډول يې ومينځئ او تر كوم ځاى چي د اوبو رسېدل ورته ممكن وي هغو ځايونو ته دي اوبه ورسوي او پاكي دي وكړي، د خولې او پزي مينځل د بدن له مينځلو سره تعلق لري په غسل كي يې مينځل فرض دي، پكار ده چي دواړه په ښه توګه پاك سي. ځکه ” تر هر ورېښته لاندي جنابت دی” بیهقي

په غسل کي څلور شیان واجب دي:
۱_ غر غړه کول.
۲_ په پزه کي اوبه اچول.
۳_ د ښځینه و لپاره خپل کوڅۍ وریښتان خلاصول او هغه مینځل.
۴_ پزه کي چي کوم ګنده ګي وي هغه مینځل یا کوم مواد چي پورته نښتي وي له هغه ځایه لاندي برخه مینځل دي. (علم الفقه)

د غسل سنتونه :
۱_ د الله تعالی د رضا لپاره د پاکيدو نيت کول.
۲_ دواړه لاسونه تر مړوندو پوري مينځل.
۳_ د ټول بدن درې ځله مينځل
۴_ اودس کول
۵_ په بدن يا جامه که څه پلیتي پرته وي د هغه لیري کول.
۶_ په تشناب کي لامبل او هلته د جامو اغوستل.

د غسل اداب :
۱_ په ناستي سره غسل کول.
۲_ ډيري اوبه نه کارول.
۳_ د بدن ښه موښل.
۴_ په داسي ځای کي غسل کول چي د نامحرم نظر ور باندي ونه لګیږي.

” د حضرت عايشې رضى الله عنها څخه روايت دى دا وايي چي كله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنابت څخه غسل کولی، نو اول به يې لاسونه پرې مینځل بيا به يې د راسته لاس څخه پر چپه لاس باندي اوبه ور واچولې او استنجاء به يې وكړه بيا به يې اودس وكړ او بيا به يې اوبه راواخستلې او خپلي ګوتي به يې داخلي كړې په بيخو د ویښتانو كي بيا به يې په لپه اوبه په خپل سر توى كړې درې لپي، بيا به يې اوبه تېري كړې په ټول بدن یا جسد باندي او بيا به يې پښې پرې مينځلي” متفق علیه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام علیکم. زه هیڅ ډول دینی زده کړه نلرم خو د انسان د بیولوژیکی جوړښت پر بنسټ د جنابت د غُسل په هکله داسی ویلای شم: د جنابت د غُسل د صحت د تصدیق لومړنئ اقدام دادی چه د جماع یا احتلام وروسته تر هر څه مخکی باید اِدرار یا بولی کول تر سره شی او وروسته استبراء او استنجاء تر سره شی ځکه تر جنابت وروسته د بولو د نه کولو په صورت کی د غُسل صحت د مشکل سره مخامخ کیږی علت ئې دادی چه په تونل کی بند او پراته مُنی د وضو او غُسل د ابطال… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x