حضرت عمر او حضرت اوبكر صديق رضی الله تعالی عنهم

madineد مدينې په يوه خوا كي   يو كوچنى كور و، يوه   سپين  سارې ښځه چي په سترګو يې نه ليدو په  كي اوسېده، هغې له يوې، وزې، د خورما د ونو څخه جوړ سوي پوزي ماسېوا نور په دنيا كي هيڅ نه درلودل، حضرت عمر (رض)  به هره شپه د هغې د احوال لپاره كور ته ورتلى،  هغې ته به يې  اوبه راوړې ، ډېر وخت وروسته،  يوه ورځ چي حضرت عمر (رض) د سپين سارې كور ته ورغلى،

كه ګوري ټول شيان په ترتيب سره ايښودل سوي دي، دستي پوى سو، چي تر ده مخته څوك راغلى دى، چي ټول كارونه يې كړي دي، له دې وروسته حضرت عمر (رض)،  چي به هر وخت راتلى ، تر ده مخته به څوك راغلى و د كور ټول كارونه به يې كړي و،كور به يې پاك كړى و، آخېر يوه ورځ حضرت عمر (رض) د دې معلومولو لپاره، چي تر ده مخته څوك راځي او  د كور ټول كار كوي، كور ته نژدې په يو كونج كي پټ سو، يو سړى يې وليد، چي كور ته ور روان دى، دروازه يې وټكوله كور ته ننوت، دا حضرت ابوبكر صديق (رض) و، چي په دې ورځو كي د مسلمانانو خليفه و، حضرت عمر(رض)  له هغه پټ ځاى څخه راووت، حقيقت ورته معلوم سو، له ځان سره يې د تعجب په ډول و ويل :

– ابوبكره! په خداى  قسم چي دا ته يې، په خداى قسم چي دا ته يې .

ژباړه :: محيب رحمتي



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.