نړۍ

هیګل: بیجنګ سویلي چین سمندر “بې ثباته” کوي

نن ټکی اسیا: د امریکا د دفاع وزیر، چیک هیګل چین په دې تورن کړی، چې د سولي چین سمندر “بې ثباته” کوي. دی وايي، د چین کړنې د سیمې اوږدمهاله پراختیا له ګواښ سره مخ کوي.

هیګل په سینګاپور کې درې ورځنۍ سرمشریزې ته وینا کوله. په دې غونډه کې د امریکا په ګډون د سویل ختیځ چین هېوادونو ګډون کړی و.
د دفاع وزیر همدا راز د تایلند له نوي رهبره وغوښتل چې دیموکراسي “ژر تر ژره” بیا ژوندۍ کړي.
دغه سرمشریزه داسې مهال جوړېږي، چې د چین، ویتنام او فلپین او چین-چاپان ترمنځ د سویلي چین سمندر د ټاپوګانو په اړه ستونزې زیاتې شوي دي.

هیګل پر چین نیوکه وکړه: « په وروستیو میاشتو کې، چین پر یو لړ بې ثباته کوونکو اقداماتو او د سویلي چین پر سمندر پر یو اړخیزې ادعا لاس پورې کړی».

د یادولو وړ ده، چې د سویلي چین سمندر د نفتو ګازو غني زېرمو پر لرلو سربېره په سوداګریز لحاظ ستراتیژیک سیمه ده. د جیواکانومیکو کارپوهانو په باور، امریکا چې کله افغانستان پرېږدي، خپله زیاته سیاسي او پوځي پاملرنه به دغې سیمې ته وراړوي.

د سویلي چین سمندر پر ټاپوګانو چین، جاپان، فلپین او ویتنام دعوې لري. امریکا وخت ناوخت د کړکېچ د ؛حل؛ په موخه هڅې کوي، چې تل یې د چین توند غبرګونونه راپارولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x