افغانستان

نېشنل انټرسټ: امریکا به هېڅکله افغان جګړه ونشي ګټلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): په افغانستان کې د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږدې جګړې په اړه نيشنل انټرسټ امریکايي مجلې ليکلي، چې امریکا تر اوسه دغه جګړه ونه شوی ګټلی، نو په راتلونکي وخت کې هم د دې چانس نشته، چې امریکايي پوځيان دې په افغانستان کې بريالي شي او دا جګړه دې وګټي.

نيشنل انټرسټ ليکلي، چې د امریکا او متحدينو د هر ډول ځمکني او هوايي جګړو سربېره هم طالبان تر اوسه د افغانستان تر نيمې پر زياته خاوره واکمن دي، خلک خپلې ستونزې د طالبانو په مسؤولينو حل کوي، په داسې حال کې، چې امریکا په افغانستان کې د زرګونو پوځيانو د وژل کېدو سربېره له زر ميلياردو زيات ډالر لګولي دي.

مجلې ليکلي، چې د دومره پراخو لګښتونو او جګړو سربېره هم طالبان د افغانستان تقريبا نيمه خاوره تر خپل واک لاندې لري او هر وخت چې وغواړي پر افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو بريدونه او چاودنې کولی شي.

مجله زياتوي، چې اوسمهال په افغانستان کې څوارلس زره امريکايي پوځيان د افغان عسکرو د روزنې تر څنګ د طالبانو پر ضد په جګړو بوخت دي، خو دغه جګړه، چې په تېرو کلونو کې يو لک او پنځوس زرو امریکايي عسکرو ونه ګټله، نو څو زره به يې څنګه وګټي.

د نېشنل انټرسټ په باور امریکايي چارواکي او ولس تر اوسه هم نه پوهېږي، چې دا جګړه به کله پای ته ورسيږي او د ګټلو په اړه يې تر اوسه هم امریکايان اټکل نشي کولی.

د نېشنل انټرسټ په ګډون نورې لويديځې رسنۍ هم له  تېرې اوږدې مودې راهيسې د افغانستان روانه جګړه د امریکا لپاره خطرناکه او همدارنګه په مالي او بشري لحاظ تاواني بولي او ټينګار کوي، چې د دې جګړې پایله تر اوسه نه ده ښکاره شوې، نو په راتلونکې وخت کې به يې هم کومه ګټوره پایله تر لاسه نشي.

نېشنل انټرسټ وايي، چې امریکا او متحدينو يې ويل، چې د نشه يي توکو کرکيله او سوداګري او ترهګري به له منځه يوسي او په مقابل کې به يې په افغانستان کې يو سالم حکومت راولي، خو د اوولس کلونو په تېرېدو لا هم نه ترهګري ختمه شوې او نه هم د نشه يي توکو سوداګري او کرکيله کمه شوې، بلکې طالبان د افغانستان په اويا سلنه خاوره کې پراخ فعاليتونه لري، همدارنګه د ټولې نړۍ نوي فيصده نشه يي توکي هم ټولې دنیا ته له افغانستانه صادريږي او د امریکا په مرسته جوړ شوی حکومت د نړۍ تر ټولو فاسد حکومت دی، چې د امریکا له پوځي او مالي مرستو پرته څو مياشتې هم دوام نشي کولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

انشاالله امریکا به په تور مخ له دی هیواده وځی او غلامان به یی تورمخی او ټیټ سرونه لاړ یی.

عبدالولی (فهیم)۰

د نن ټکی آسیا څخه په درنښت هیله کوم چی دا معلومات له خپلو لوستونکو سره شریک کړی تر څو چی هیواد وال د خدای بښلی ملا صاحب په هکله معلومات تر لاسه کړی . دا مضمون د لوی ملا صاحب په باره کی لیکل شوی وه او ما تاسیته را نقل کړی اصلی لیکوال یی میرویس افغان دی ستاسی د مرستی په هیله. ملا محمد عمر مجاهد هم د خپلو سلاکارانو خبري ته چندان غوږ نه نیوه او تر ډېره بریده یې لوييې او مهمې پرېکړې په خپله کولې ، ډونالډ ټرمپ هم ورته کړنې کوي . ملا محمد… نور لوستل »

masoom prince

الله دې د زوال دې والو زوال راولی او الله دې اسلام سر لوړﺉ او سر ښاد لري دا به کومه ورځ وی چې دا تور مخی او غلامان ېې ورسره په تور مخ شړل شوی وی او په ټول هیواد کې سپين بیرغ رپاند وی

الحاج استاذ بیانزی

فهیم صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! زه تاسی ستاسی د ښکلو تبصرو څخه ستاسی د لیدلوری اټکل کولای شم ځکه درته درناوی لرم مګر میرویس افغان ډیر نه پیژنم چه هغه څه لیدلوری لری . اوس کفر تر کفری هیواد په اسلامی هیوادو کی زیات شوی ، حیرانوونکی هم ده چه نومونه یی د مسلمانانو مګر دجال ته سجدی کوی یوه خبره سمه او بله ناسمه کوی . د پیښاور یو په پشتو قصص الانبیا کتاب چه په شعر یی د مهمو پیغمبرانو مهمی قیصی پکی لیکلی وی څو سوه پاڼی یی لرلی . د قیصی نوی… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰

سلامونه قدرمند بیانزی صاحب ډیره بښنه غواړم ریشتیا هم چی د ټرامپ خنزیر پرتله کول له مشر ملا صاحب سره لری خبر ده ټرامپ لعین خو د مشر ملا صاحب د پښو خاوروته هم نرسیږی خو ماته د دی مقالی آخری برخی خوند راکړ ځکه می شریکه کړه او یوازی دا هیله می وه چی خلک د خدای بښلی مشر ملا صاحب په غیرت او کارنامو خبر شی بیا هم ډیره بښنه غواړم

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x