fbpx

د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی سخت ناروغ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانکزی سخت ناروغ شوی دی چې اوسمهال روغتون کې پروت دی.

د کرېکټ بورډ فیسبوک پاڼې له مخې اصغر ستانکزی د اپنډکس ناروغ دی چې اوسمهال د زمبابوې په یوه روغتون کې بیستر دی او د ډاکټرانو لخوا ورته د عملیاتو مشوره ورکړل شوې ده چې نوموړی به په څو شېبو کې عملیات شي.

د ډاکټرانو په وینا د اصغر ستانکزي ناروغي دومره جدي نه ده او ان شاء الله په راتلونکو لسو ورځو شاوخوا کې به یو ځل بیا د لوبو کولو جوګه شي.

اصغر ستانکزی دا مهال د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام غوراوي سیالیو لپاره په زمبابوې کې د خپلې لوبدلې سره یوځای و چې ناڅاپه ناروغ شو او روغتون ته ولیږدول شو.

اټکل کیږي چې اصغر ستانکزی به د غوراوي سیالیو ټولو لوبو څخه بهر شي، او پر ځای به یې نوی لوبډلمشر وټاکل شي، چې لا تر اوسه څرګنده نه ده چې څوک به وي خو شاید محمد نبي او یا راشد خان د ملي لوبډلې نوی لوبډلمشر وټاکل شي.

د یادونې وړ ده چې اصغر ستانکزی په تېرو لسو یو ورځېنۍ سیالیو کې ټولې ۱۲۶ منډې جوړې کړې دي، او په ټولو لوبو کې یې توپوهنه کړې ده خو هیڅ نه دی ځلیدلی، خو د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې لوبډلې یو شمېر بریاوې خپلې کړې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د