افغانستان

کنړ: په دانګام کې د پاکستاني چورلکو بریدونه روان دي

د کنړ د دانګام ولسوالي اوسېدونکي وايي، چې په یاده ولسوالي کې له څو ساعتونو راهیسې پاکستاني چورلکې بریدونه کوي.د سیمې د اوسېدونکو په خبره په بریدونو کې تراوسه څلورتنه مړه او درې نور ټپیان دي، چې ټول عام وګړي دي.

د کونړ چارواکي هم د بریدنو پخلی کوي، د یادو لایت والي شجاع الملک جلاله بریدونه مني. خو په کنړ کې پوله ساتو ځواکونو تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.دا په داسې حال کې دی، چې په دې وروستیو کې د پاکستان له خوا په افغان پوله بریدونه ډېر شوي دي.
د پولې شاوخوا اوسېدونکو څو ځله له دولتي مقاماتو غوښتي، چې له دوی سره دې مرسته وکړي.
تر دې وړاندې هم پاکستان د کندهار په معروف کې پنځه کیلومتره خپل ځواکونه مخکې راوستي وو، چې د سیمې د اوسېدونکو په خبره لا يې اوس هم قضیه پوره نه ده حل شوې، د هېواد په جنوب ختیځ پکتیکا کې هم پاکستاني ځواکونه شپېته کیلومتره وړاندې راغلي، چې د پکتیکا سیمه ایز چارواکي يې نه مني، خو عام وګړي وايي چې پاکستاني پوځیان شپېته کیلومتره په افغاني خاوره کې دوی هغه خوا نه پرېږدي.
د کونړ د بریدونو اړوند لوړپوړو دولتي مسوولینو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x