افغانستان

طالبان: په سوریه کې د بې دفاع مسلمانانو مرګ ژوبله د اندیښنې وړ ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د طالبانو ویب پاڼې په خپلې وروستۍ لیکنه کې د سوریې پر «اوږدې غمیزې» تبصره کړې او ویلي يې دي چې په دغه هیواد کې پر روانې مرګ ژوبلې ژوره اندېښنه لري او چې هر څوک ددغه هیواد په ملکي وژنو کې لاس لري، دوی یې په کلکه محکوموي.

بشپړه لیکنه کټ مټ په لاندي ډول ده:

د راپورونو له مخې له تیرې اونۍ راهیسې په سوریه کې یو ځل بیا د مظلومو او بې دفاع مسلمانانو د وینو بهولو لړئ پیل شوې.

د وروستیو ارقامو او معلوماتو له مخې د روسيې او بشارالاسد رژیم د هوايي بمباریو په نتیجه کې چې د غوطې په محاصره شوي ښار په زیاته بې رحمۍ دوام او جریان لري، لږ تر لږه ۴۰۰ سوه تنه پکې وژل شوي او له ۱۴۰۰ تنو زیات ټپیان شوي دي، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د غوطې ښار چې د بشارالاسد رژیم د مخالفو وسلوالو په اختیار کې دی، له تیرو پنځو کلونو راهیسې د محاصرې په حالت کې قرار لري، بشري بنسټونو او ملګرو ملتونو په مکرر ډول غوښتنه کړې چې نوموړې محاصره دې پای ته ورسیږي، تر څو د هغه ښار ملکي وګړو ته بشري او غذايي مرستې ورسوي، خو تر اوسه د بشارالاسد رژیم د دغه کار اجازه نه ده ورکړې.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور او څیړنې له مخې له تیرو ۷ کلونو راهیسې چې په سوریه کې کوم بحران پیل شوی، ړومبی داخلي هرج مرج و چې رنګ یې له پیل شوي (عربي بهار) څخه اخیستی وو او بیا هلته د داعش د حضور په پلمه امریکا، روسانو او د سیمې نورو هیوادونو مستقیمې پوځي مداخلې پیل کړې او تر اوسه دوام لري، په مالي نه جبرانیدونکو زیانونو سربیره نږدې نیم میلون وګړي هلته وژل شوي، چې سم نیمايي قربانیان یې ملکي او بې دفاع خلک جوړوي.

د افغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې د سوريې په دغه اوږده غمیزه او په خاص ډول د سوريې د مسلمان ولس او بې دفاع پرګنو په مرګ ژوبله او زیانونو چې هغه له هر جهته او د هر چا په توسط تر سره شوي او یا ترسره کیږي، ژوره اندیښنه څرګندوي او محکوموي یې، په خاص ډول په وروستۍ اونۍ کې چې د غوطه ښار مظلومو وګړو ته کوم درانه تلفات او زیانونه اوښتي، په کلکه یې غندنه کوي.

په دې دعا او ارزو چې متعال رب (جل جلاله) نور د افغانستان د جګړه ځپلي ولس په ګډون په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو په حالت او سرنوشت د رحم او کرم معامله وکړي او د یرغلګرو او ظالمانو له ستمونو او وحشتونو ورته نجات ورکړي، په اسلامي امت غږ کوو چې خپل ټول داخلي اختلافات او تربګني دې یوې خوا ته پریږدي، د هغو خارجي قوتونو ځپلو او شړلو لپاره دې یو بل ته لاسونه ورکړي، چې د مسلمانانو ټاټوبي او هیوادونه یې اشغال او یرغمل کړي دي او دا حق نه ورکوي چې مسلمانان دې د خپلې خوښې سوچه اسلامي نظامونه ولري او د ملي حریت څښتنان دي واوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

مننه د افغانستان اسلامی امارت څخه چی په زړورتیایی دغه جګړه محکومه کړه د کابل اداره خو همدومره غیرت هم نلری چی یو اظهار د تاسف وکړی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x