افغانستان

زاخېلوال: ولسمشر ته مې وړانديز کړی چې زما پر ځای بل کس وګماري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، چې استعفا يې نه ده کړې خو ولسمشر ته يې وړانديز کړی چې د ده پر ځای بل کس په دنده وګماري.

نوموړي دغه څرګندونې وروسته تر هغې په خپله فسبوک پاڼه وکړې، چې نن سهار ځينو رسنيو د هغه د دغې وړانديز په اړه راپورونه خپاره کړل.

ښاغلي زاخېلوال په خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکلي، چې استعفا يې نه ده کړې خو په دې وروستيو کې يې ولسمشر ته لیکلی وړانديز کړی چې پر ځای يې بل وړ کس وګوماري خو زياتوي چې تر نوې ګمارنې پورې به دی خپلې دندې ته دوام ورکوي.

هغه ويلي، ځکه يې دا تصميم نيولی چې پر دنده يې دوه کاله پوره شول او زیاتوي چې د دندې به پيل کې مې له ولسمشر سره په دغې دندې د دوو کلونو لپاره د پاتې کېدو سلا کړې وه.

نوموړی زياتوي: (دا تصمیم مې بل هیڅ دلیل، انګیرنه او انګیزه نلري غیر له دې چې په دې دنده زما دوه کاله پوره شول).

له بله پلوه يوې سرچينې سپوږمۍ راډيو ته ويلي، زاخېلوال غواړي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان کانديد کړي په همدې هدف غواړي له اوسنۍ دندې استعفا وکړي.

خو تر اوسه زاخېلوال ولسمشريزو ټاکنو ته د خپل ځان د کانديديدو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x