افغانستان

فراه: ایټالوي ځواکونو د جګړې له ډګره شاتګ کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د فراه امنیتي چارواکي وايي، فراه ته راغلي ایټالوي ځواکونو د جګړې ډګر پرېښی او په شا شوي دي.

له تېرو دوو میاشتو راهیسې طالبانو د ولسوالیو سربېره د فراه مرکز هم کلابند کړی، چې د فراه د سقوط له وېرې ایټالوي ځواکونه د افغان ځواکونو مرستې ته ورغلي وو؛ خو له سختو بمباریو او ۱۶ ورځنۍ جګړې وروسته ایټالوي ځواکونو فراه پرېښې ده او شاتګ یې کړی دی.

د تېرې جمعې په ورځ طالبانو د فراه په مرکز کې د ملي اردو ۱۸ عسکر ووژل او دوه تنه یې ټپیان کړل، چې وروسته ګډو ځواکونو د فراه څو سیمې بمبار کړې، چې ۳۰ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

د فراه د امنیتي چارواکو په خبره، پرون مازیګر ایټالوي ځواکونه د جګړې له ډګره په شا شول.

تراوسه معلومه نه ده، چې د فراه په روانو نښتو کې څومره ایټالوي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو طالبان وايي چې په تېرو ۱۶ ورځو کې ۱۳ ایټالویان وژل شوي او ۲۲ ټپیان شوي دي.

طالبانو له فراه د ایټالوي ځواکونو شاتګ د دوی تېښته بللې، چې له دې وړاندې هم د بېلابېلو هېوادونو عسکر راغلي وو؛ خو ټول په تېښته بریالي شول.

میاشت وړاندې د فراه والي په دغه ولایت کې د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له امله استعفا ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x