دیني، سیرت او تاریخ

په اسلام كې د سیاست ځای

ژباڑه : عرفان اللہ لمر شرفزی

لومړۍ مسئله چې باید ځواب ورته وویل شی داده، چې سیاست په اسلام کې کوم ځای لری او په دین کې د یو سم نظام اهمیت په کومه كټه ګورۍ کې ځای لری.

د مسیحیت دا باطله نظریه ډېره مشهوره ده، چې ” د قیصر (1) حق قیصر ته او د کلیسا حق کلیسا ته ورکړئ” چې ددې پایله او لنډیز دادی، چې مذهب په سیاست کې هیڅ دخل او تصرف نه لری او د مذهب او سیاست د کړنو کړۍ له یو او بل بېلې او توپیر لری. دا دواړه باید د خپلو کړنو په کړۍ کې او د یو او بل په کار کې له لاسوهنې پرته کړنې ترسره کړی. له دین څخه د سیاست د بېلتون همدې نظریې په اوس وخت کې پرمختګ کړی دی او د سېکولرېزم (بې دینۍ) څېره یې غوره کړې ده، چې د اوسمهال په سیاسی نظامونو کې غوره او منلې نظریه ګڼل کېږی.

دا ښه څرګنده ده، چې دا ډول نظریه په اسلام کې هیڅ ارزښت او ځای نلری. په دې دلیل، چې اسلامی لارښوونې د ژوند په ټولو څانګو پورې تړاو لری او له همدې ډلې سیاست هم دی. هیڅ لاسوند (سند) او مدرك د سیاست او دین په جدایۍ او نه تړاو د دلیل په توګه شتون نه لری. په اوس وخت کې هم ډېرو اسلامی پوهانو د مسیحیت او سیکولرېزم دا نظریه په بشپړه توګه رد كړې ده او ثابته کړې یې ده، چې سیاست هیڅکله هم له دین څخه نشی جدا كیدای. د مرحوم اقبال لاهوری په وینا “سیاست بې له دیندارۍ یو چنګېزی (2) سیاست دی”.
په همدې حال کې له دین څخه د سیاست د بېلتون (سیکولرېزم) د نظریې د رد په ترڅ کې ډېر اسلامی مفکرین او لیکوالان د تېروتنې ښکار شوی، چې په ښکاره دا تېروتنه هیڅ او عادی ده، خو په راتلونکی کې بدې او ویجاړوونكې اغېزې منځ ته راوړی.
دا تېروتنه کولی شو په لنډ ډول داسې تعبیر او وړاندې کړو، چې دغو مفکرینو او لیکوالو د سیكولرېزم ددې افراطی موقف د رد او کره كتنې پر وخت له ډېر جدیت څخه کار اخیسی. ددې پر ځای چې سیاست اسلامی وګرځوی، اسلام یې سیاسی کړ. اړینه وه، چې داسې یې ویلی وای، چې سیاست باید له دین څخه جدا نشی، بلكې داسې یې وویل، چې دین باید له سیاست څخه جدا نشی.
ددې لنډ عبارت وضاحت دادی، چې بې له شکه د اسلام ډېری احکام په سیاست او حکومت پورې تړاو لری او د ایمان اړتیاوې هم دا حکم کوی، چې هر مسلمان باید د اسلام د نورو احکامو په څېر له خپل وس سره سم په دې احکامو عمل وكړی.
د واكمن مسؤلیت د اسلامی قوانینو اجرا کول دی او باید له همدې اسلامی قوانینو سره سم حکومت وکړی او ټول وګړی هم باید د داسې حکومت په پښو درولو لپاره هڅې وکړی. او کله چې حکومت په پښو ودرېد، نو له هغې دې پیروی وکړی، خو ځینې ددې وخت پوهان او لیکوالان، چې د سیکولرېزم په رد کې یې هڅې کړی، تر دې کچې مخکې لاړ دی، چې د اسلام او انبیاو اصلی موخه یې سیاست او حکومت ګرځولې، آن ځمکې ته د انسان د رالېږلو موخه یې سیاست او حکومت ته رسېدل ښودلی. او د اسلام نور احکام لکه عبادات او معاملات یې نه یوازۍ دا چې په دویمه درجه کې ندی بللی، بلكې دا ټول یې د اصلی موخې (حکومت او سیاست) لپاره د وسیلې په توګو یاد کړی دی.
د دا ډول تفکر لومړی او مهم زیان د اسلام د واقعی څېرې كرښې کرښې کول او د دینی لومړیتوبونو برعکس ګرځول وو. هغه چې د وسیلې برخه وه، پر ذهنونو یې سیوری وغوړاوه او د اصلی موخې په توګه وپېژندل شو او هغه چې موخه او مقصد و، غیر مهم شو او په دویمه درجه کې یې اهمیت ونیو او بیا د وسیلو په توګه ددې تنزل ددې لامل شو، چې له صحنې بهر شو. ددې ټولو په پایله کې له اسلام څخه د یو مسلمان پوهاوی پر حکومتی اصلاحاتو څرخېدونکی شو.
پر همدې بنسټ هر شی هغه وخت ارزښتمن دی، چې په دغه کتار کې ولاړ وی. په دې مفكوره کې له سره تېر هغه وخت منلی وی، چې د سیاست په دې لاره کې نتیجه ورکړی او واقعی انسان هغه څوک دی، چې خپل ټول فکر او ذکر په دې كار کې وكاروی او شپه او ورځ د همدې لپاره ځان وقف کړی. او د دین نورو څانګو لكه عباداتو، ذهد، تقوا، د نفس پاکوالی، له څښتن (ج) وېره، توبه کول او . . . ته نه یوازې دا چې ارزښت ته یې چندانې قایل نه وی، بلكې که کوم څوك پر دې بوخت شی، نو متهم کېږی، چې په لومړنیو کارونو بوخت دی او د دین له اصلی موخې لرې پاتې دی.
د دا ډول تفكر دویم زیان دادی، کله چې سیاست او حکومت د اسلام د اصلی موخې په توګه وګرځول شو او احکام، عبادات او . . . د وسیلې برخه وګرځېدل، نو دېته په پام چې په ډېرو ځایونو کې امکان لری وسیلې له اصلی موخې څخه ځار کړای شی او د اصلی موخې د لاس ته راوړلو لپاره که چېرې د وسیلو په کوم یو کې کمی راشی، نو باید دا کار وزغمل شی. له همدې امله ددې پاتې نظریې په پایله کې په خپله دا شونتیا منځ ته راځی، چې که د سیاست د موخو د لاس ته راوړلو لپاره د اسلام په نورو احکامو کې کموالی منځ ته راغی، نو دا کار باید بد ونه ګڼل شی، ځكه، دا کار د لویې موخې د لاس ته راوړلو لپاره ترسره شوی.
مونږ سیاست او حکومت د دین د یوې څانګې په توګه کولی شو له تجارت او اقتصاد سره پرتله کړو. تجارت او اقتصاد هم د دین یوه څانګه ده، چې د اسلام ډېری اقتصادی مسایل یې په ځان پورې ځانګړی کړی، تردې چې ډېری احادیث د حلال کسب په فضلیت کې راغلی. اوس که چېرې کوم څوک ددې فضایلو په پام كې نیولو سره ادعا وکړی، چې د دین اصلی موخه تجارت او حلال کسب دی، دا خبره تردې کچې تېروتنه او له سموالی لرې ده، چې د دلیل وړاندې کولو ته هیڅ اړتیا هم نلری.
له همدې امله ویلی شو، چې سیاست یوازې او یوازې د دین څانګه ده، چې ډېری احکام یې په اړه شتون لری او په قران او حدیثو کې ډېری فضایل ددې په اړه راغلی، خو د همدې فضایلو پر بنسټ سیاست اصلی موخه ګرځول د تجارت او اقتصاد د اصلی موخې ګرځولو په څېر تېروتنه ده.

——
1- دلته اشاره د روم پخوانی واکمن (قیصر) ته ده، یعنې د واکمن حق واكمن ته او د کلیسا حق کلیسا ته ورکړئ (ژباړن)
2- د مغلو ظالم پادشاه چنګېز ته اشاره ده (ژباړن)

لیکوال : مفتی محمد تقی عثمانی
ژباڑه : عرفان اللہ لمر شرفزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x