افغانستان

بادغيس کې يو موټر اوبو وړی، پنځه تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۷کب، ۱۳۹۶ل): د بادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې د سپرلۍ يو موټر د سېلاب اوبو وړی چې له کبله يې پنځه تنه مړه شوي دي.

د بادغيس د والي وياند شرف الدين مجيدي وايي، پېښه نن سهار لس بجې د يادې ولسوالۍ مربوط په قرچقي سيمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وينا، د سپرلۍ هغه موټر په سېلاب ورګډ شوی چې اته کسان پکې سپاره و، د سېلاب اوبو د زياتوالي له کبله موټر اوبو وړی چې په پايله کې يې پنځه تنه مړه شوي او دوه تنه لا درکه دي.

د مجيدي په خبره، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

هر کال د ژمي په موسم کې د افغانستان په يو شمير ولايتونو کې ورښتونه ډير کېږي چې له کبله يې سېلابونه او خوړونه راووځي او خلکو ته د مالي زيان سربيره ځاني تلفات هم اړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x