fbpx

د سامسنګ ګلیکسي نوي ځیرک مبایلونو په اړه هر څه دلته ولولئ! انځورونه

نور احمد عایل

سامسنګ کمپنۍ خپل دوه نوي موبايلونه ګلیکسي ايس ۹ او ايس ۹ پلس تېره ورځ د اسپانیا په بارسلونا ښار کې د موبايلونو په نړيوال کانګرس کې نندارې ته وړاندې کړل.

ايس ۹ یې ۵،۸ اينچه سکرين لري او ايس ۹ پلس یې ۶،۲ اينچه سکرين لري، چې ژۍ یې لکه د پخوانيو هغو ورقات شوې دي، او دواړه یې ۱۸:۵:۹ ريشو سوپر اموليېډ ډسپلې سکرين لري، او دواړو ته ۲۹۶۰ پر ۱۴۴۰ ريزولوشن سکرين ورکړل شوی دی، د موبايلونو باډۍ يې له فلز او ښيښې څخه جوړې شوې دي.

ايس ۹ يې ۱۶۳ ګرامه وزن لري او ايس ۹ پلس یې ۱۸۹ ګرامه وزن لري، د ايس ۹ رېم څلور جې بي او د ايس ۹ پلس رېم شپږ جي بي دی. دواړه موبايلونه ۶۴،۱۲۸، او ۲۵۶ جي بي داخلي ميموري لري. او تر ۴۰۰ جي بي خارجي ميموري کارت اخيستلو وړتیا لري.

هغه سېنسرونه چې په دې دواړو موبایلونه کې کارول شوي، د سترګو د سکېن کولو، د هوا د فشار، منډې، د زړه د ضربان، د ګوتې د نښې، د نور، د منډې، او مقناطيسي سېنسرونه دي.

د ايس ۹ په سکرین کې ۵۷۰ پېکسله په يوه اينچ کې او په ايس ۹ پلس کې ۵۲۹ پېکسله په يوه اينچ کې ځای پرځای شوي دي او دواړه یې ډېر شارپ دي.

د ګوتې کولپ (فينګرپرينټ) یې له کامرې لاندې ښه په ازاد ځای کې ورکړل شوی دی ځکه چې د ايس ۸ څخه خلکو شکايت کاوه چې له کامرې سره ډېر نږدې او پاس دی. په دواړو کې سټيريو سپيکر نصب شوي دي چې د ايس ۸ څخه به یې غږ يو عشاریه څلور ځلې لوړ وي، د مخ کولپ (فيس انلاک) یې هم پکې غوره کړی دی، چې په تکه توره تیاره کې هم د مخ په سکېن کولو سره خلاصیږي.

د کمرې په برخه کې د ايس ۹ کامره شاته يوه ده، چې ۱۲ ميګا پېکسله او اپټيکل ايچ ډي ار، او په ايس ۹ پلس کې دوه کامرې (دولس او دولس ميګا پېکلسې) نصب شوې دي چې اپرچر پکې f1.5 او f2.4 ته راکوزېدلی شي. د مخې کامره د دواړو مبایلونو ۸ میګا پېکسله ده چې ۹۶۰ پريم په ثانيه کې ويډيو ريکارډ کوي.

په ايس ۹ کې ۳۰۰۰ ملي امپيره بېټرۍ او په ايس ۹ پلس کې ۳۵۰۰ ملي امپيره بېټرۍ نصب شوې دي، دواړه د اوبو ، ګرد وغبار ضد دي. تېز وايرلس چارج او د انټرنېټ د ۱،۲ جي بي په ثانيه کې سرعت وړتیا لرلی شي. د (رييل ټايم ټرانسېلشن ) اسانتیا هم پکې رامنځ ته شوې ده.

دا دواړه موبايلونه به د مارچ په شپاړسمه په تور ، خړ ، ابي او بنفش رنګونو کې به د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خرڅلاو لپاره وړاندې شي، خو مخکې له مخکې يې اخيستلو ته ځان له راتلونکې جمعې (د مارچ له دويمې) ثبتولی شئ، د ايس ۹ بيه ۷۲۰ امريکايي ډالر او د ايس نهه پلس بيه به ۸۴۰ امريکايي ډالر وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د