نړۍ

سوريه کې يو ايرانی جنرال وژل شوی

عربي رسنۍ د ايراني سرچينې له قوله وايي، چې د ايران پاسدارن انقلاب يو جنرال عبدالله اسکندري سوريه کې وژل شوی دی.

خبر کاږي، چې جنرال اسکندري تېره سه شنبه د سوريې سيدة زينب سيمه کې د اسد مخالفو وسلوالو په لاس وژل شوی دی.
ايران په سيمه کې د بشارالاسد يو قوي ملاتړی هيواد دی.
ايران پلوه حزب الله شعيه ډله او ايراني عسکر د اسد په ملاتړ سوريه د اسد حکومت مخالفينو سره جنګيږي.

ايران په ښکاره دا نه مني، چو ګواکې عسکر يې سوريه کې د اسد په ملاتړ جنګيږي، ولې يو شمېر نړيوالې رسنۍ د کره شواهودو په استناد وايي، چې ايراني عسکر په سوريه کې د اسد په ملاتړ جنګيږي او تر اوسه يې ګڼ شمېر عسکر وژل شوي هم دي.

څه موده وړاندې د ايران د هوايي ځواک مشر جنرال حاجي زاده ويلي و، چې ټوله نړۍ د اسد مخالفه ده، مګر تر اوسه پرې د ټولې نړۍ وس ونه رسېده، چې له واکه يې لرې کړي، ځکه تر شا يې د ايران حکومت ولاړ دی.

بل پلو ايران پلوې حزب الله شعيه وسلوالې ډلې منلې، چې وسلوال يې سوريه د بشارالاسد په ملاتړ د شامي حکومت له مخالفينو سره جنګيږي او تر اوسه يې د عامو وسلوالو تر څنګ يو شمېر لوړپوړي پوځي مشران هم وژل شوي دي.

څه موده وړاندې وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي و، چې د ايران حکومت ايران ميشتي افغانان سوريه د جګړې لپاره هڅوي.

ورځپاڼې قم ښار کې د شعيه ملا ايت الله کابلي له قوله ليکلي و، چې د ايران حکومت افغانانو ته ويلي، چې که سوريه کې د جګړې ليکې ته ځي، نو ايران به د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر او د ټول عمر لپاره ورته ايران د ژوند ټولې اسانتياوې برابروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x