fbpx

سعوي کې د پوځ د مشر په ګډون ګڼ پوځي مشران له دندو ګوښه شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د سعودي پاچا سلمان به عبدالعزيز د خپل شاهي فرمان له مخې د سعودي د پوځ مشر، د هوايي ځواک مشر قومندان او لسګونه نور پوځي چارواکي له دندو ګوښه کړي او پر ځای يې نوي مشران ټاکلي دي.

په شاهي فرمان کې راغلي،چې د پوځ د لوی درستیز جنرال عبدالرحمن بن صالح البنیان د خدمت موده پای ته رسېدلې او پر ځای يې تورنجنرال فیاض بن حامد الرويلي د پوځ مشر ټاکل شوی دی.

همدارنګه د هوايي دفاع د ځواک مشر محمد بن عوض شحيم هم تقاعد ته اړ کړی شوی او پر ځای يې د سټراټيژيکو توغنديو مشر جنرال جارالله بن محمد العلوي د هوايي دفاع د ځواک مشر ټاکل شوی دی. په شاهي فرمان کې د هوايي ځواکونو مشر هم ګوښه شوی او پر ځای يې ترکي بن بندر بن عبدالعزيز ټاکل شوی او همدارنګه فهد بن ترکي بن عبدالعزيز د ګډو ځواکونو مشر او ورور يې فیصل بن ترکي د وزير په رتبې د شاهي ديوان سلاکار ټاکل شوی دی.

په شاهي فرمان کې د ګڼو سيمو واليان او د هغوی مرستيالان هم بدل شوي او پر ځای يې د شاهي کورنۍ نور غړي ټاکل شوي دي.

په شاهي فرمان کې د دغو پوځي او ملکي چارواکو د بدلون کوم لامل نه دی په ګوته شوی.

په پوځي چارواکو په لوړه کچه دا بدلون په داسې حال کې راغلی، چې سعودي پوځيان له تېرو درې کلونو راهيسې په يمن کې په جګړه بوخت دي، خو تر اوسه يې کومه پايله او د بريا څرک نه ښکاري.

ځينې پوځي سرچينې وايي، چې د دغو بدلونونو تر شا د سعودي د ولي عهد محمد بن سلمان لاس دی او غواړي، چې په ملکي او پوځي چارواکو کې ټول هغه مسؤولين له دندو ګوښه کړي، چې د ده د واک پر وړاندې خنډ جوړېدای شي.

 

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا بن سلمان به لومړنئ کم سِن ترین شهزاده وی چه د شاهی تخت او تاج تر لاسه کوی او همدارنګه سیاسی- اجتماعی وضعیت ته په کتو سره به لومړنئ شاه وی چه د کودتاه له لیاری خلع یا وژل کیږی.

masoom prince
میلمه
masoom prince

غ.حضرت : وروره بس دا حالت هغه خواته روان ده دکومو حالاتو چې په کتابو کې ذکر راغلﺉ الله تعالی دې زموژ په حال رحم وکړی