افغانستان

روغتیا وزارت: د کابل دولتي روغتونونه د خلکو اړتیاوې نه شي پوره کولی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل روغتونونه د ښاریانو اړتیاوې نه شي پوره کولی او د هرې ورځې په تېرېدو د روغتونونو د ډېرېدو اړتیا لیدل کېږي.

د یاد وزارت وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز ومنله، چې په تېره یوه نیمه لسیزه کې له افغانستان سره له سلو میلیاردو ډېره مرسته شوې؛ خو له نیمايي ډېر افغانان لومړنیو روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري.

د فیروز په خبره، د طبي وسایلو کموالی، ناسم تشخیص، بې کیفیته درمل، زاړه وسایل، تاریخ تېري درمل او لسګونه نورې ستونزې تراوسه پر خپل ځای پاتې دي، چې د کابل ښاریان ترې کړېږي.

نوموړي وویل، په کابل کې د اوسنیو روغتونونو ځینې ودانۍ د لومړنیو روغتیايي خدمتونو او واکسین کولو لپاره جوړې شوې؛ خو اوس ترې د روغتونونو کار اخیستل کېږي.

د عامې روغتیا وزیر ډاډ ورکړ، چې راتلونکو څو کلونو کې به د کابل په زیاتو برخو کې مجهز روغتونونه جوړ شي او یا به ځینې روغتونونه نورو سیمو ته ولېږدول شي، چې خلکو ته په خپله سیمه کې د درملنې اسانتیا رامنځته شي.

په افغانستان کې د متخصص ډاکټرانو د نشتوالي، د اوسنیو طبي وسایلو د کموالي او د روغتونونو د ټیټ کیفیت له امله افغانان د خپلې درملنې لپاره پاکستان، هندوستان، ایران، ترکیې او آن ځینې اروپايي هېوادونو ته ځي، چې هر کال په خپله درملنه نږدې ۳۵۰ میلیونه ډالر ورکوي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه خصوصي روغتونونه هم جوړ شوي؛ خو ډېری یې تجارتي بڼه لري او خلکو ته سم روغتیايي خدمتونه نه وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

more peoples concentrate in kabul.and 40 years war with terorism is another issue with h.goverment and special ministery of public health do more activity in this way but not enough.if peace come to the country every thing will be correct,
thank you

افغان

I agree with you but how ? it is not internal war among the afghans. It is benn implemented by Us and Nato.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x