
غزني کې د واده پر موټرو چاودنو ۱۲ کسان ووژل
نن ټکی آسیا: د غزني ولایت په ګېرو ولسوالۍ کې د واده پر دوو موټرو باندې غبرګو چاودنو لږ تر لږه ۱۲ تنه ملکي کسان ووژل.
د ګیرو ولسوال عبدالله خیرخوا پېښه تایید کړې او زیاتوي ، چې پېښه نن سهار څه باندې ۹ بجې په مزار کلي کې را منځته شوه.
د ګېرو ولسوال وویل، چې چاودنې د خښ شویو ماینونو له کبله رامنځته شوې او ډېری قربانیان یې مېرمني دي.
ولسوال څرګنده نه کړه، چې چاودنه د پخوا څخه د خښ کړای شویو ماینونو له کبله را منځته شوې او که اوس تازه ځای پر ځای شوي ول.
ویل کېږي، چې د واده دغو موټرو تېره ورځ د خال په نوم یو بل کلي ته ناوې وړې وه ، چې نن پرې د بېرته را ګرځېدلو پر مهال ماینونه وچاودېدل.
په چاودنو کې دواړه له منځه تللي موټر تونسان دي.
د پېښي نور جزییات او دا چې څومره کسان به پکې ټپیان شوي وي، په اړه یې نور معلومات نشته.
د یادوني وړ ده چې له تیرو څو لسیزو راهیسې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د مختلفو عواملو په اساس لا هم د روسانو پر ضد د جګړې پر مهال په لارو او سړکونو کې خښ کړل شوي ماینونه په بشپړه توګه نه دي له منځه وړل شوي او وخت نا وخت د خلکو خوښۍ په غم او غم پر ماتم اړوي او ژوند یې ګواښي.