
طالبان: امریکا دي د سوله ییز حل لپاره د سیاسي دفتر سره مخامخ خبرې وکړي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ کب، ۱۳۹۶ل): د طالبانو د سیاسي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې پر امریکايي چارواکو غږ شوی چې د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر سره په اړیکه کې شي.
په خبرپاڼه کې راغلي (کټ مټ متن) : « د افغانستان اسلامی امارت سیاسي دفتر په امریکایې چارواکو غږ کوي چې د افغانستان د مسئلې د سوله ییز حل لپاره د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرو ته راشي.
د مسئلې د حل لپاره دا ښه ده چې امریکایی لوری د افغان ولس مشروع غوښتنې ومني او خپل نظر او غوښتنې له سوله ییزې لارې له اسلامي امارت سره د بحث لپاره وړاندې کړي.
اسلامي امارت څو ورځې مخکې هم د امریکا ولس او د کانګریس غړیو ته په یوه سرخلاصي لیک کې واضح کړې چې جګړه زموږ انتخاب نه دی؛ بلکې په موږ تپل شوې.
موږ د اشغال د خاتمې لپاره د افغانستان د مسئلې سوله ییز حل غواړو.
اوس به امریکا او د هغوی ایتلافي ملګرو ته ثابته شوی وي چې د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري.
امریکا باید نور په افغانستان کې د جګړې په ځای د سولې په ستراتیژی تمرکز وکړي.
استعمال شوی نظامي لارې چارې چې په تیرو اوولسو کلونو کې په کراتو تجربه شوی، یوازې جګړه تیزوي او نوره یې هم اوږدوي چې دا د هیڅ لوري په ګټه نه ده ».