
ملګري ملتونه: ایران په تېره یوه اوونۍ کې ۱۰ زره افغانان له خپلې خاورې ایستلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د ملګرو ملتونو د بشري چارو اداره وايي، په تېره یوه اوونۍ کې ایران ۱۰ زره افغان کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي دي.
د یادې ادارې له لوري په خپور شوي اوونیز راپور کې ویل شوي، پنځه زره افغان کډوال په خپل لګښت راستانه شوي او له پاتې پنځو زرو کډوالو سره د ملګرو ملتونو د بشري چارو ادارې مرسته کړې ده.
د راپور له مخې، په تېرو دوو میاشتو کې له ایران نه ۱۸۵۰۰ افغان کډوال راستانه شوي، چې ډېری یې د استوګنې کورونه نه لري او په دښتو کې اوسېږي.
تېره ورځ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي وو، چې راتلونکي مارچ میاشت کې یو ځل بیا له پاکستان نه د افغان کډوالو د راستنیدو بهیر پلېږي.
له ایران او پاکستان نه د افغان کډوالو د راستنیدو سربېره په افغانستان کې دننه د بې ځایه شویو کډوالو شمېره هم لوړه شوې ده.
دوې اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې« OCHA» ویلي وو، چې په تېرو دوو میاشتو کې نږدې ۷ زره افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي دي.