پي ایس ایل: د شاهد افریدي په زړه پورې توپ اچونې کراچي کینګز ته یو بله بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): د پاکستان سوپر لیګ په اتمه لوبه کې کراچي کینګز او لاهور قلندرز ترمنځ سیالۍ کې د شاهد افریدي په زړه پورې توپ اچونې او د روي بوپارا په زړه پورې توپوهنې لاهور قلندرز ته د ۲۷ منډو په توپير ماتې ورکړه.

په پي ایس ایل سیالیو کې دغه دواړه لوبډلې سخت حریفان دي، لکه په نړیوالو لوبو کې پاکستان او هندوستان، چې هر وخت یې لوبه په زړه پورې وي او د هر چا سترګې همدې سیالۍ ته وي.

په دې لوبه کې لومړی توپوهنه کراچۍ لوبډلې وکړه، چې په پېل کې یې ډیرې منډې جوړې نه کړې خو په پای کې د انګلستان آلراونډر روي بوپاره غوره توپوهنه ترسره کړه او لاهور قلندرز ته یې هدف لوړ او سخت کړ.

روي بوپاره د ۲ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته په ۳۴ توپونو ۵۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، او په دې سره کراچۍ لوبډلې لاهور لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې د لاهور قلندرز لوبډلې د سنیل ناراین ویکټې سوځېدلو نه وروسته برینډن میکولم او فخر زمان په زړه پورې لوبه وکړه، چې یو مهال یې په ۸ اورونو کې ۸۰ منډې وې خو وروسته د شاهد افریدي غوره توپ اچونې د لوبې اړخ بدل کړ او لاهور لوبډلې ټولې ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

شاهد افریدي په ۴ اورونو کې ۱۹ کمې منډې ورکړې او ۳ غوره لوبغاړي یې وسوځول چې په پای کې يې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې لاهور قلندرز او کراچي کینګز دواړه لوبډلې په تېرو دوو پړاوونو کې تر ټولو کمزورې لوبډلې دي خو د شاهد افریدي په راتلو سره کراچي کینګز لوبډلې په درېیم پړاو کې په درې لوبو کې درېواړه ګټلي دي خو لاهور قلندرز لا هم خپلو ماتو ته دوام ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د