نظــر

د شورای نظار سیاسی نطفه ګذاری

هسی خو له مودو مودو راهیسی  سیاسی مداریان  د خلکو د سپیڅلو ارمانونو او هیلو سره لوبی کړی او خلک یی په راز راز توطیو کی په شکل د اشکالو شریک کړیدی، دغه سیاسی مداریتوب کله خلک په کلتوری ډول کله په ژبنۍ ډول او کله هم په مذهبی تاوتریخوالی سره ویشلی دی او د خلکو په منځ کی یی اوبه خړی کړی او ماهیان یی نیولی دی ،که انسان لږ شعوری ویښتابه پیدا او د پردی تر شا د دغه سیاسی مداریانو د اصلی څهری په لټه کی شی نو په یقین سره به دا ټول مداری سیاسیون په یوه تاله کی سره ګډ وګوری ،

د پردی تر شا د دوی په منځ کی نه څوک مسلمان دی او نه هم کمونست،نه څوک چپی ده او نه  راستی ، نه څوک دیموکرات دی او نه هم تند لاری  ، هلته به ټول ږیری والا مبارک د چپه تراش نکټایی پوش والا سره یوځای ناست او د ملت د وینو د زبیښلو لپاره یو تر بل لاندی په هګۍ تیرولو او  د هیواد په راتلونکی کی د قدرت د ترلاسه کولو په خاطرپه  نطفه ګذاری بوخت ووینی ، دغه سیاسی مداریان په خپلو کی هم دولت جوړوی او هم اپوزیسیون یعنی قدرت بس د همدوی میراث دی او بغیر له دوی څخه بل څوک که میدان ته راځی هم  نو سر به خوری ، دغسی سیاست وال بیا د خلکو احسانمند هم نه وی او خلکو ته په ډیره سپکه ګوری ،هندو ستړی خدای نا راضه ، سیاسی نطفه ګذاری د احزابو ترمنځ د دوی د سیاست اصل ګڼل کیږی او په ډیره بی شرمی او سپین سترګی سره دغه شان نطفه ګذاری صورت نیسی.

د سیاسی نطفه ګذاری ډیره روښانه نمونه مو د افغانستان د ۱۳۹۳ کال د انتخاباتو په لومړی  او دوهم دور کی تر سترګو شوی او دا دی تر نن پوری دوام لری ،دغه سیاسی نطفه ګذاری له اولسمشر کرزی څخه رانیولی بیا تر ټولو نوماندانو او احزابو تر سره کړل خو له ټولو څخه زیات او منظم نطفه ګذاری شورای نظار وکړ ،د انتخاباتو له شروع څخه بیا د لومړی دور تر ختمیدو او دوهم دور ته د امادګی په جریان کی شورای نظار په لاندی ډول سیاسی نطفه ګذاری کړیده:

۱-ښاغلی عبدالله عبدالله به د شورای نظار لخوا اولسمشریزو ټاکنو کی د دغه شورا نوماند وی .

۲-  ښاغلی یونس قانونی د جمهوری ریاست لومړی مرستیال او عطا محمد نور د بلخ والی به له دولتی امکاناتو څخه په استفادی سره په جعل او تقلب د خپل نوماند د بریالیتوب هسی کوی.

۳-ښاغلی احمد ضیا مسعود د زلمی رسول اول معاون چی کچیرته زلمی رسول وګټی نو د دوی یو هګۍ به یی تر لاندی وی او د قدرت یوه حصه به خامخا د دوی په لاس کی را وغورځی .

۴-تورن اسمعیل خان د اوبو او انرژی وزیر یی د ښاغلی استاد عبدالرب رسول سیاف په اختیار کی چی که هغه وګتی بیا هم د واک یوه برخه دغه شورا ته ورسیږی.

۵- امر الله صالح د روند سبز افغانستان او د آمنیت ملی پخوانی مشر ته داسی برنامه ورکړل شویوه چی په لومړی دور کی به ستا ټول حزب د عبدالله ملا تړی  خو پخپله امرالله به میډیا کی څرګند او داسی یوه پښتون پلوه پاکستان ضد بیانه به ورکوی چی که کوم پښتون انتخابات ګټی نو ستا بیانیه به د دی سبب شی چی تا تر واک ورسوی ،او ښاغلی دا برنامه په رښتیا هم په ډیر مهارت مخکی یوړ.

داسی نور کسان  هم د نظار شورا د نطفی په شکل د نورو نوماندانو سره یوځای شول ، لومړی دور انتخابات پای ته ورسیدی  رایی اعلان شوی او انتخابات د ډاکتر اشرف غنی او عبدالله ترمنځ دوهم پړاو ټه لاړلی او شورای نظار بیا د خپلو هګیو په بیرته راغونډولو او بیا له سره په نطفه ګذاریو پیل وکړ او په لږ تفاوت سره یی احمدضیا مسعود ،جنرال جرعت او داسی نور یی د اشرف غنی په ټوکری کی کیښودلی او خپل نوری تیت پرک هګی یی د عبدالله عبدالله لاندی کیښودلی.

که څه هم د عبدالله عبدالله رایی تر ټولو زیاتی تر ۴۵ ٪ پوری اعلان شوی  دی خو  دغه شان سیاسی نطفه ګذاریو ټه په کتو انسان دی نتیجی ته رسیږی چی شورای نظار په خپل بریا مطمین نه دی څکه هر خوا ته لاس اچوی ،مونږ یی هم نه ملامت کوو وایی چی اوبه اوړی په ځک هم لاس اچوی.

محمد رفیع یادګاري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x