روغتیا

 د ځیرې «فینیل» یو شمېر حیرانونکې طبي ګټې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): ځیره د ښه بوي او ترکارۍ تازه والي لپاره په عام ډول د مصالحې په توګه استعمالیږي، او همدا ډول د ناروغۍ پر مهال زیات نه زیات د خیټې درد یا د هاضمې خرابوالي پر وخت استعمال شي، خو ددې تر څنګ ځیره او ددې اوبه بې شمېره نورې ګټې لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي.

د طب متخصصینو په وینا ځيره د روغتیا لپاره ډېر ګټور شی دی، چې په هر ډول کارولو کې ګټې لري، که هغه همداسې وخوړل شي، که ترکارۍ کې استعمال شي او که اوبه یا چای یې وڅښل شي، دلته د ځیرې بې شمېره ګټې ستاسې مخ ته ږدو:

وزن کموي

د وزن کمولو لپاره سهار په نهاره د ځیرې اوبه وڅښئ، دا په بدن کې میتابولیزم (د بدن څخه فاضله مواد خارجوي)، او ورسره د بدن څخه اضافي وازدې ختموي، همدا ډول بې وخته لوږه هم له منځه وړي.

 هاضمي سیستم پیاوړی کوي

په عام ډول د ځیرې استعمال له ډوۍ څخه وروسته کیږي، ځکه چې په بدن کې د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، دا د «ډایګیسټشن» (په معده کې خوراک په منظمه توګه ترتیبول) په متحرک کولو سره د هاضمې سیستم پیاوړی کوي، همدا لامل دی چې د ځیرې استعمال زیاتره وخت د ډوډۍ نه وروسته کیږي، ددې اوبه یا چای د قبض او په بدن کې د بېکاره موادو ختمولو لپاره هم ډېر ګټور دي.

د سرطان ناروغۍ مخه نیسي

ځیره د سرطان په مخنیوي کې مرسته کوي، په نغري باندې د غوښې پخولو یا ګرمولو پر مهال له دې څخه زهرجن مواد وځي، چې د ساه اخیستلو پر وخت بدن ته داخلیږي او سرطان پيدا کېدونکې حجرې په حرکت راولي، ځیره ددغې زهرجن موادو د ویستلو لپاره غوره خواړه دي چې انسان له سرطان ناروغۍ څخه ساتي.

تنفس «ساه اخیستل» تازه او خوشبویه ساتي

په ځیره کې د بکتریاوو «مکروب» ختمولو ستره ماده شتون لري، چې د بدن څخه بکتریاوې خارجوي او تنفس تازه او خوشبویه ساتي.

پوستکی تازه او ویښتان مضبوط او ښکلي ساتي

د ځیرې دانې له فولادو او ویټامن (D) څخه ډکې دي، او دغه دواړه شیان پوستکی تازه او روغ ساتي، ددې ترڅنګ په ځیره کې د زنک «Zinc» او «Salineum» مالګین مادو شتون د ویښتانو په وده کې ښه ثابتیږي، او د وخت نه مخکې سپينولو مخه یې هم نیسي.

دفاعي ځواک او د سترګو لید پیاوړی کوي

په ځيره کې د ویټامن (A) ماده د سترګو لید تېزوي، او همدا ډول په دې کې د ویټامن (C) ماده بیا د بدن دفاعي یا جنسي ځواک پیاوړی کوي.

همدا ډول د ځیرې بې شمېره ګټو له وجې ویل کیږي چې ساتل یې په کور کې ډېر اړین دي، د متیازو او مثانې، حافظې، غاښونو درد، نس ناستي، د خیټې ګیس، سر دردي، د ګردې «پښتورګي» ټوخي او شوګر ناروغیو ترڅنګ د ماشومانو ناروغیو لپاره هم ښه او ګټور درمل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x