ورزش

په تمریناتي سیالۍ کې د ویسټ انډیز په وړاندې افغان لوبډله له ستونزو سره مخ شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸ کب، ۱۳۹۶ل): د افغانستان او ویسټ انډیز ملي لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹م کال غوراوي سیالیو لومړۍ تمریناتي لوبه د زمبابوې په هراري لوبغالي کې پېل شوه.

لوبه کې ویسټ انډیز پچه وګټله او لومړی یې افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه، چې راشد خان د اصغر ستانکزي په نه شتون د لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی دی.

د افغانستان لوبډله له پېله له ستونزو سره مخ شوه په لومړي سر کې یې د محمد شهزاد، جاوید احمدي او احسان الله جنت ویکټې له لاسه ورکړې، چې اوسمهال یې په ۵.۲ اورونو کې د درې ویکټو په سوځېدلو ۱۲ منډې جوړې کړې دي، رحمت شاه او ناصر جمال اوسمهال توپوهنه کوي.

د ویسټ انډیز لخوا دوه ویکټې شیلډون کوټریل ترلاسه کړې، نوموړي په ۳ اورونو کې ۹ منډې ورکړي دي، او یوه ویکټه کیمار روچ ترلاسه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x