افغانستان

لوګر: د مشرانو جرګې د مرستیال پر سلاکار برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د لوګر په محمد اغه ولسوالۍ کې د مشرانو جرګې د دویم مرستیال پر سلاکار برید شوی، چې په تېښته بریالی شوی.

د لوګر چارواکي وايي، محمد ولي صاحبزاده له خپلو ساتونکو سره واغجان سیمه کې تر برید لاندې راغی، چې دوه ساتونکي يې ووژل شول.

د لوګر د والي واند سیلم صالح وايي، محمد ولي صاحبزاده چې د محمد اصف صدیقي سلاکار دی، له پېښې سلامت وتلی دی.

صالح وايي، پېښه تېر ماښام شوې ده، خو تر اوسه يې څوک په تړاو نه دي نیول شوي.

طالبانو د برید مسوولیت منلی او ويلي يې دي، چې درې تنه عسکر يې وژلي دي.

پژواک د ذبیح الله مجاهد په حواله وايي، چې یو هایلکس موټر او ځينې مهمات هم طالبانو له ځان سره وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
درانی@#

طالبان پداسی بریدونو باندی هیس نشی کولای هسی خوشی چتیات دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x