افغانستان

مسیر: حکومت د سولې اصلي لار نه خپلوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): مسیر ورځپاڼې، په کابل کې سبا – چهارشنبه – د کابل پروسې ناستې په اړه مطلب خپور کړی.

ورځپانه لیکي، افغان حکومت د سولې په برخه کې له هغې لارې کار نه اخلي چې ولس له رښتونې سولې سره مخ کوي.

«د ملي یووالي د حکومت اصلي ستونزه دا ده چې لا هم هغه لاره نه کاروي چې موږ سولې ته رسوي.»

سرچینه حکومت د کابل پروسې له لومړۍ ناستې تر اوسه د سولې په برخه کې په ټپه ولاړ بولي او وايي چې په دې برخه کې نه یوازې چې ګام نه دی پورته شوی بلکې ستونزې هم ډېرې شوې دي.

«له لومړنۍ غونډې تر اوسه د سولې په برخه کې نه یوازې پرمختګ ونه شو، بلکې لا زیاتې ستونزې او لانجې پیدا شوې.»

ورځپاڼه د حکومت دریځ هم مبهم بولي، د ورځپاڼې په باور طالبانو له پاکستان ور هاخوا ملاتړي پیدا کړي چې حکومت يې باید په اړه بحث وکړي.

د سرچينې په باور د بهرنیانو پوځي اډې، اساسي قانون او د نظام څرنګوالی هغه څه دی چې حکومت يې په اړه باید خپل دریځ معلوم کړي.

«په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور، اوږدمهاله اډې، د اساسي قانون څرنګوالی، د نظام څرنګوالی او دې ته ورته بنسټیز مسایل شته چې طالبان او د هغوی ملاتړي ورسره موافق نه دي. حکومت ته پکار ده چې په دغو اساسي مسایلو کې خپل دریځ څرګند کړي. »

کابل پروسې دویمه ناسته سبا کابل کې کېدونکې ده، چې حکومتي چارواکي وايي دوی به پکې د سولې خپله طرحه وړاندې کړي.

په ورته وخت کې طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په غبرګون کې پر امریکا غږ کړی، چې که له دوی سره يې خبرو ته نیت وي، د قطر دفتر دروازې يې پر مخ خلاصې دي.

طالبانو ټینګار کړی چې «موږ د اشغال د خاتمې لپاره د افغانستان د مسئلې سوله ییز حل غواړو، اوس به امریکا او د هغوی ایتلافي ملګرو ته ثابته شوی وي چې د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x