نظــر

هغه لوبغاړی چې دلوبغالي پر ځای دهدېرې میلمه شو

ډاکټر سخي زمان عمري

“پیر رحمت ولي مسرور” د پیر سید شریف زوی او د قاضي صیب سید حسن لمسی، چې د خوست ولایت مرکز اړوند د خدر پیرانو کلي کې یې په کال۱۳۵۹م کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې، لا د خاپوړو نه ؤ چې په وطن مو روسي يرغلګر هجوم راؤړ او د لاندې کؤلو لپاره یې په افغانانو دمردکیو او بمونو په مټ قیامت جوړ کړ.

د کمونستي رژيم په رامينځ ته کيدو سره د پیر صاحب کورنۍ هم د نورو افغانانو څېر د ګران هيواد پرېښودلو او پاکستان ته په هجرت مجبور شؤل.

با تدبيره پلار یې دهجرت په دیار کې په جهادي او دنياوي بوختياؤ سربېره د پیر رحمت تعليمي اړخ ته هم خورا پاملرنه کؤله.

تر لسم ټولګي یې د شمالی وزیرستان په سیمه کې د “الهادي” په نوم شخصي ښوونځی ولوست، همدغه مهال د ګران هېواد د ازادۍ او له افغانستانه د سرو پوځونو د لمنې ټوليدو سره سم دوی هم بېرته پلارني ټاټوبي خوست ته وګرځېدل.

پاتې دوه کلنه تعلیمي دوره یې د “غرغښت” په عالي لېسه کې تکمیل کړه او د دولسم ټولګي د فراغت اسناد یې له همدې لېسې تر لاسه کړل.

“رحمت ولي مسرور” صیب د افغانسان د کرکټ د ملي لوبډلې دبنسټ اېښودونکو لوبغاړو په کتار کې راځي. د پیر رحمت ولي د نه ستړي کیدونکیو هلو ځلو له برکته ملي لوبډلې د عروج مراحل ګړندي طۍ کؤل. پخپله رحمت ولي په ملي ټیم کې د آل راونډر په حیث لوبېده، که داسې و وایو چې “پیر رحمت ولي” د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بنسټګرو څخه وو نو دروغ به نه وي.

“پیر رحمت ولي” په توپوهنه کې اوپنینګ لوبغاړی و او په توپ اچؤنه کې چپ لاس تېز توپ وېشتونکی بالر و. دا د ملي لوبډلې ته د نړیوالې توجو جلبؤنې په پار په ګران هېواد کې د لوبو ترڅنګ په نړيوالو سفرونو کې هم برخه درلودلې او د هېواد په استازیتوب یې په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان له پاره لوبې کړي او افتخارات یې ورته ګټلي دي چې دلته یې د کويټ، بحرين، او پاکستان، هېوادونو ته نړیوال سفرونه د بېلګې په توګه يادولای شو.

د پیر رحمت هم عصر لوبغاړو څخه د افغانستان د لوبډلې پخوانی مشر یا کپتان نوروز منګل، محمد نبي، کریم صادق، شاپور ځدراڼ، الله داد نوري، رئیس احمدزی،دولت احمدزی،نور علي ځدراڼ یادولی شو.

پیر رحمت په زړه کې دا ارمان درلود چې په ټوله نړۍ کې د افغانستان نوم د کرکټ په ډګر کې وځلوي، په وطن د امریکایي برید څخه څو کاله تېر ول.

دا هغه وخت و چې هر چا د امریکایانو تر چتر لاندې خپل تربګنیتونه پالل او هغه څوک چې نیت به یې ورته بد وو په امریکایي یرغلګرو داړل.

په همدې ترڅ کې د امریکایانو د وحشت لاسونه د مظلوم رحمت ولي ګريوان ته ورسېدل.

او په ۲۰۰۸م عيسوي کال کې یوه شپه راغله کله چې رحمت ولي په خپل کور کې ویده و، په نیمه شپه د امریکایي او د کمپاین عسکرو(( د کمپاین عسکر هغه ځانګړي ملیشه یا عسکر دي چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې میشت دی. هدف، معاش، اکمالات یی مستقیماً د امریکایانو له طرفه ده او افغان دولت هیڅ کنټرول نه ورباندي لري اکثر د شخصي دوښمنیو لپاره خپلي وژني)) رحمت ولي په خپل کور کې محاصره کړ.

نا ترسه عسکرو لومړی د بې دفاع مسرور لاسونه ځولنه کړل چې بیا یې د وحشي ټوپک شپیلۍ د ده ځيګر ته برابره کړه او له یوه نړۍ هیلو او د افغانستان د استازیتوب ارمانُونو ډکه سینه یې په ابدي خوب ویده کړه.

دوی تنها د ده په مظلومانه شهادت اکتفاء ونه کړه بلکې د وژلو تر څنګ یې دده کوټه د بارودو په اور لولپه کړه. سهار کلیوالو په بارودو سوځیدلی جسد وموند او د کلي خلک په دي شاهدان دي چې جسد یي له پیژندګلوي نه وو.

هغه ځوان چې د لوبو میدان ورباندی ښکلی و، د ډالرو په مستو کبرجنو عسکرو د لاسه د هدیرې میلمه شو.

رحمت ولي د لوبو او سپورټ سره مینه درلودله، هیڅ وسله وال فعالیت کې یي لاس نه درلود، خو لکه افغانستان کې چې زرګونو داسې پیښې وشوي چې د امریکایانو داخلي همکاران یو څوک ترهګر ور معارفي کړي، ورباندي ویي وژني او بیا په هغه باندي امتیازات تر لاسه کړي همدا کار د رحمت ولي سره هم په خوست کې د کمپاین عسکرو وکړ.

د تاسف ځای دا دی چې هغه امریکایان چې د بشر دوستۍ شعارونه ورکوي، خپل وطن کې یي ځناورو ته هم روغتونونه جوړ کړي، وایي موږ به ترهګر ختموو او افغانستان به بیا جوړوو خو برعکس دا یي ۱۷ کال دی امریکایان د خپلو داخلي همکارانو په واسطه لګیا دي افغانستان لوبغاړي، محصلین، عالمان،  ماشومان او د مدرسو طالبان وژني خو د افغانستان په شمول د نړۍ ټولو مطبوعاتو ځانونه ورباندي غلي کړي.

هیڅوک دا نه وایي چې خپل وطن کې ناست بې دفاع خلک ترهګر نه دي، ترهګر هغه دي چې د زرګونو کیلومترو لري نه په دوی پسې راغلي او دوي په خپلو کورونو کې وژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x