افغانستان

د افغان ـ ترک ښوونځيو مديريت ترکيې ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): د افغان ـ ترک ښوونځيو بشپړ مدیریت ترکيې ته وسپارل شو.

پرون د ترکيې په سفارت کې په رسمي ډول د افغان ـ ترک ښوونځيو مسوولیت د ترکيې د پوهنې وزارت ته وسپارل شو.

په همدې مناسبت جوړه شوې ناسته کې د ترکيې د پوهنې وزیر عصمت یلماز وویل، په دې ډول به «هغه کسان چې د ترکيې او افغانستان دوستي يې نه لورېده، له ښوونځیو لرې شي.»

په افغانستان کې د افغان – ترک ښوونځيو د والدینو اتحاديې مشر محمد یوسف پښتون وايي، دا یو غیر قانوني کار و او دوی به يې پر وړاندې د قانون تر چتر لاندې خپل غږ پورته کوي.

د دې اتحاديې بل غړي فضل احمد معنوي وویل، دا د «څو مزدورو او د پردیو له خوا د کېنول شويو خلکو کار دی.»

ټولټال ۱۴ ښوونځي په افغانستان کې د افغان – ترک په نوم فعاله دي، چې په ترکیه کې د کودتا له ناکامي وروسته يې په اړه د حکومت نظر بدل شو.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ملي امنیت کابل کې د افغان – ترک ښوونځي پر ښځينه لیلیه چاپه واچوله، چې تر دریو ساعتو یې په زده کوونکو کې وېره خپره کړې وه.

تر دې پېښې څو ورځې وړاندې د دې ښوونځي دوه ترکي ښوونکي اختطاف کړل شول، چې وروسته يې ملي امنیت د تښتولو مسوولیت ومانه.

دغه ښوونکي چې لا هم په زندان کې دي، ویل کېږي افغان حکومت يې د ترکيې حکومت ته د سپارلو هوډ لري.

ښايي د ترکيې د پوهنې وزیر اشاره هم دې کسانو ته وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x