افغانستان

دفاع وزير: د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب زما کار نه دی

د افغانستان دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي ويلي، چې د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب د ده کار نه دی. ولسي جرګه دې په دې اړه خپله پريکړه وکړي.
ولسي جرګې د دفاع او کورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت عمومي ريس ورغوښتي او د پاکستاني پوځ د راکټي بريدونو په اړه ترې پوښتنې کوي.
د دفاع وزير بسم الله خان محمدي نن ولسي جرګې ته په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې پاکستان له دوو کالو راهيسې د هيواد ختيځ پر کونړ، نورستان او ننګرهار ولايتونو راکټي بريدونه کوي او د افغانستان خاوره کې خپل تاسيسات جوړوي.
محمدي همدا راز ومنله، چې پاکستان د پکتيا، خوست او کندهار ولايتونو کې هم د افغانستان پر خاوره تجاوز کړی او زموږ په خاوره کې يې خپل تاسيسات جوړ کړي دي.

محمدي زياته کړه، چې د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو ځواب او مخنيوی د ده کار نه دی، بلکې په دې اړه بايد ولسي جرګه فيصله وکړي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان له دوو کالو راهيسې پر کونړ، ننګرهار او نورستان ولايتونو راکټي بريډونه کوي او تر اوسه يې سلګونو ولسي وګړو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي، مګر حکومت تر اوسه په دې کومه قوي کړنلاره نه ده ټاکلې.

وړمه ورځ ولسمشر کرزي د امريکايي عسکرو عمومي قومندان جنرال دنفورډ سره د پاکستاني پوځيانو د راکټي بريدونو خبره مطرح کړه، نو امريکايي جنرال د يادې پېښې په اړه ناخبري وښوده او زياته يې کړه، چې خلک او رسنۍ په دې اړه له مبالغې کار اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x