افغانستان

د جمعیت غونډه، د حکومت ضد شعارونو له امله ګډوډه شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۰۸کب، ۱۳۹۶ل): کابل کې د جمعیت اسلامي ګوند غونډه، د حکومت ضد شعارونو له امله ګډوډه شوه.

دغه غونډه چې د دې ګوند حزبي کنګرې د سیاسي لید د څرنګوالي په اړه جوړه شوې وه، له څو دقیقو وروسته د شعارونو له امله تر ګواښونو ورسېدله.

ټاکل شوې وه، چې د جمعیت اسلامي حزبي کنګرې سیاسي تګلاره به د دې ګوند د انسجام د رییس سید نورالله عماد په حضور کې اعلام شي، خو ګډوډۍ يې مخه ونیوه.

تر دې وړاندې هم دې ګوند یوه غونډه نیولې وه، چې له غونډې سره څېرمه چاودنې يې اجنډا نیمي کې پرېښوده.

جمعیت اسلامي چې ځان د ګډ حکومت نیم شریک بولي، لا هم له ارګ سره د بلخ پر جنجالي موضوع پایلې ته نه دی رسېدلی.

دغه ګوند د برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته د هغه زوی صلاح الدین رباني ته ورپاتې شو، چې عطامحمد نور يې اجراييه مشر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom prince

د فساد ګوند باید ورته وویل شی که ستاسو خو ښه وی وروڼو دې خلکو به د افغانستان او یا د اسلام دفعه کړې وه دا هغه خبیثان دی چي د یوه اسلامی دولت پر ځاﺉ يې کفر ی دولت راوست الله دې دوﺉ تبا او برباد کړی

س خ اندر

دا توله شر أو فساد دي الله دي غرق فرق كري

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x